هرات ښار (پژواک ١٨ کب ٩١): د هرات د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام د اسلام کلا پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د کوهسان ولسوال فرحان مبارز، چې د هرات ښار ته پر لاره و، په ترافيکي پېښه کې مړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، ولسوال په دې پېښه کې ټپي او يو ساتونکى يې مړ شوى و، خو وروسته په روغتون کې ولسوال هم ساه ورکړه.
د حميدي په وينا، په دې پېښه کې دوه تنه نور هم ټپي شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو ويلي، چې دوى پر ياد ولسوال بريد وکړ، چې له امله يې د هغه موټر چپه شو.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې پېښه کې د ولسوال په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن