ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندان لېږد وځنډول شو

د بګرام زندان لېږد وځنډول شو

author avatar
9 Mar 2013 - 11:32
د بګرام زندان لېږد وځنډول شو
author avatar
9 Mar 2013 - 11:32

کابل (پژواک ۱۹ کب ۹۱): د ولسمشر کرزي له ټينګار سره سره، چې ټاکل شوې وه د بګرام زندان مسووليت افغان حکومت ته ولېږدول شي، خو دغه چاره د ناڅرګنده دليلونو له امله وځنډول شوه.

ايساف او افغان چارواکو تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د بګرام زندان بشپړ مسووليت به له بهرنيو ځواکونو افغان لوري ته نن (د کب ۱۹مه) د دواړو لور د چاراکو په ګډون د يوې غوڼدې په ترڅ کې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي.

سره له دې چې د دغه ځنډېدنې اصلي لامل لا څرګند نه دی، خو يو لامل يې کابل ته د امريکا د دفاع وزير چک هېګل ناڅاپي سفر ښودل شوی دی.

تېره شپه د امريکا د دفاع وزير افغانستان ته راغی او د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يې له نړيوالو سرتېرو سره ليدنه او خبرې وکړې.

نن سهار شپږ بجې يو زيات شمېر کورني او بهرني خبريالان د دفاع وزارت انګړ ته غوښتل شوي وو، چې وروسته به د زندان لېږد له مراسمو څخه د ښه پوښښ لپاره بګرام ته ولېږدول شي، خو کله چې خبريالان هلته ورغلل، د وزارت د چاراکو له خوا ورته وويل شول، چې د زندان لېږد مراسم ځنډېدلي دي، خو علت يې په ډاګه نه کړ.

له بګرام زندانه د بنديانو د لېږد پروسه د ۱۳۹۰ کال د سلواغې په مياشت کې پيل شوه، ولسمشر کرزي يوه مياشت وړاندې يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، څو تر يوې بلې مياشتې پورې د شوو هوکړو پر بنسټ، د بګرام او نورو ټولو زندانو د لېږد چارې چې د بهرنيانو په لاس کې دې، بشپړې کړي.

پر همدغه بنسټ د دغه زندان چارې د روان کال د وږې په ۲۰ افغان لوري ته وسپارل شوې، خو چارواکي وايي، چې لا هم ځيني زندانيان له امريکايانو سره پاتې دي.

د نظامي پوليسو عمومي قوماندان تورن جنرال غلام فاروق بارکزي ويلي وو، چې په بګرام کې له ۳۰ زرو نه د زياتو زندانيانو مسووليت افغان لوري ته ورکړل شوی دى، خو هغه ۶۰۰ زندانيان چې د افغان او امريکايي لورو ترمنځ د مسووليتونو د لېږد د هوکړه ليک ترلاسليک وروسته توقيف شوي، وروسته به افغانانو ته وسپارل شي.

همدارنګه ۵۰ بهرني زندانيان، چې په دغه زندان کې بنديان دي، دولت ته نه دي سپارل شوي او ټاکل شوې وه چې نن ورځ د يادو افغان او بهرنيو زندانيانو برخليک څرګند شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي تېره اونۍ د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنيني دورې د درېيم کال د پرانيستې په غونډه کې اعلان وکړ، چې د بګرام زندان به راتلونکې اونۍ افغان لوري ته وسپارل شي او له نيوکو سره سره به د د بې ګناه زندانيانو د خلاصون حکم ورکړي.

ولسمشر کرزي وويل، چې امريکايانو وړاندې هم افغان لوري ته د بګرام زندان د سپارلو ژمنه کړې وه، خو وروسته پښېمانه شول.

هغه زياته کړه: “افغان لوري ته د امريکا متحدو ايالتونو تر واک لاندې زندانونو د سپارلو په برخه کې زموږ هڅو له کلونو وروسته نتيجه ورکړې او بالاخره دغه لېږد به راتلونکې اونۍ په بشپړه توګه ترسره شي، خو که امريکايان پښېمان نه شي.”

کرزي وويل، هغه مهال چې د بګرام زندان لېږد افغانانو ته ترسره شي، نو د هغو بنديانو د خوشي کېدو حکم به هم ورکړي، چې بې ګناه په دغه زندان کې بنديان دي.

ترې دې وړاندې د نړيوال عدالت شبکې (IJN) د امريکا حکومت د بګرام زندان په اړه له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړی و او ويلي يې وو، چې د امريکا حکومت د بګرام زندانيان له حقوقي ارزښتونو او محاکمو ته يې د له لاسرسي سره مخالف دي.

دغه پلاوى د نړيوال عدالت شبکې (IJN) او د هغو امريکايي مدافع وکيلانو، چې د بګرام زندانيانو وکالت پر غاړه لري او د زندانيانو د حالت د څېړلو په موخه سږ کال په وږي مياشت کې افغانستان ته راغى، ويلي و، هغه زندانيان چې په بګرام او د امريکا په ډېرى توقيف ځايونو کې شتون لري، له شواهدو او ثبوت پرته له کلونو راهيسې په توقيف ځايونو کې پراته دي، تر دې چې دغه زندانيان د حکومت او هېڅ محکمې له خوا پر جرم نه دي تورن شوي.

همدارنګه د پرانيستې ټولنۍ په نوم بنسټ ( Open Society Foundation) د روان کال په وږې مياشت کې د بګرام زندان له مسووليت سپارلو وړاندې ويلي وو، چې په تېره شپږو مياشتو کې له درېيو زرو زيات زندانيان له بګرام زندان نه افغانانو ته سپارل شوي، خو امريکا له افغانستان سره د کړو ژمنو خلاف ٦٠٠ افغانان بنديان کړي دي.

د دغه بنسټ په وينا، افغانستان او امريکا د امريکا تر واک لاندې زندانو په اړه د نظراختلاف لري.

سرچينې زياته کړه، امريکايي ځواکونه په پام کې لري، څو د بګرام زندان د دوو بلاکونو واک له ځان سره وساتي او نه غواړي، چې پر ټاکلي وخت د دغه زندان مسووليت په بشپړه توګه افغانانو ته وسپاري.

د پروان زندان، چې وړاندې په بګرام مشهور و، په افغانستان کې يو له امريکايي زندانونو دى، چې د دولت ټاکلي پلاوي او د بشري حقونو بنسټونو پرله پسې ترې د زندانيانو د شکنجې، بدچلند، سپکاوي، ښکنځلو او بربنډولو راپورونه ورکړي وو.

دغه زندان له ٢٠٠١ زېږديز کال نه وروسته په پروان ولايت کې امريکايانو په نظامي اډه کې د خپلو وسله والو مخالفينو د ساتلو په موخه رامنځته شو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.