ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لاره پرانيستل شوه

د سالنګ لاره پرانيستل شوه

author avatar
9 Mar 2013 - 12:58
د سالنګ لاره پرانيستل شوه
author avatar
9 Mar 2013 - 12:58

چاريکار( پژواک ١٩ کب ٩١): د سالنګ لويه لار، چې د توپان له امله تړل شوې وه، د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

 دغه لاره چې د هېواد مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي، تېره ورځ له غرمې وروسته د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

د پلخمري په ملخان او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو کې موټر درول شوي وو او پر دې لاره د تګ اجازه نه ورکول کېده.

خو  د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر ياور سميع الله نن څه باندې ١٢ بجې  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې توپان درېدلى او لاره له وارو څخه تر پاکېدو وروسته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

دغه لار په غرونو کې له څه باندې دوه نيم کيلومتره اوږده تونل څخه تېريږي.

 په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

څو ورځې مخکې د واورې ښويېدو له امله د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امريت دوو کارکوونکو پر همدې لاره د واورې ښويېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو له امله مړه شول.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.