ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو د شمال امنيت ډاډمن شوى”

“د سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو د شمال امنيت ډاډمن شوى”

author avatar
9 Mar 2013 - 18:05
“د سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو د شمال امنيت ډاډمن شوى”
author avatar
9 Mar 2013 - 18:05

مزارشريف (پژوک ١٩ کب ٩١): د شمال ۳۰۳ پامير زون د پوليسو قوماندان وايي، وسله وال مخالفين هڅه کوي، څو په دغه زون کې  د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته ننوځي او له دې لارې د سيمې امنيت ته ګواښ رامنځته کړي.

جنرال بابه جان د شمال ۳۰۳ پامير زون د پوليسو قوماندان دغه څرګندونې د کب په ١٩مه په مزارشريف کې د سيمه ييزو پوليسو د فراغت په غونډه کې وکړې.

هغه د سيمې د امنيت لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ګټور وباله او زياته يې کړه، له تېرو دوو کلونو راهيسې، چې سيمه ييز پوليس جوړ شوي، په ټول شمال او په ځانګړي ډول بلخ ولايت کې امنيتي پېښې ډېرې کمې شوې دي. راټيټې شوې دي.

بابه جان وايي، ځينې مخالفې کړۍ هڅه کوي، ترڅو د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ننوځي او د امنيتي ځواکونو د بدنامۍ لامل شي، خو پوليس دا توان لري، چې هغوی وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د نوموړي په وينا، له دې وړاندې هم د بلخ ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې د شپږ سوو تنو په شمېر سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي او يادې سيمې يې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکې کړې دي.

هغه وړاندې وويل، چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په را رسېدو سره امنيتي ځواکونه هم هڅه کوي، څو عامو خلکو ته د امنيت په برخه کې ډاډ ورکړي.

جنرال بابه جان په ټول شمال کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او زياته يې کړه، چې د شمال د ۱۱۴ ولسواليو له ډلې له ۲۲ ولسواليو پرته د نورو ټولو ولسواليو امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل شوی.

د شمال ۳۰۳ پامير زون د پوليسو قوماندان وويل، چې د امنيت د لېږد په څلورم پړاو کې به د ټول شمال امنيت افغان امنيتي ځواکونه پر غاړه واخلي.

په دې حال کې د شولګرې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو مشر مولوي عمر پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو له تشکيل څخه مخکې ډېر عام خلک د وسله والو مخالفينو له لوري په نښه شوي او وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې خلکو دغه حالت ونه زغامه او د امنيتي ځواکونو په مشوره او مرسته يې سيمه ييزو پوليس جوړ کړل، چې اوس يې د ولسوالۍ امنيتي وضعيت ډېر ښه شوی او عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د يادونې ده، د شولګرې ولسوالۍ لپاره په لومړي ځل ۱۰۰ تنه سيمه ييز پوليس له درېيو اونيو زده کړو وروسته په کار وګومارل شول او په نږدې راتلونکي کې به په دې ولسوالۍ کې دغه شمېر ۳۰۰ ته ورسېږي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.