ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  غزني کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰ پېښې ثبت شوي

په غزني کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰ پېښې ثبت شوي

author avatar
9 Mar 2013 - 17:44
په  غزني کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰ پېښې ثبت شوي
author avatar
9 Mar 2013 - 17:44

غزني ښار (پژواک ۱۹ کب ۹۱): د غزني د ښځو چارو رياست وايي، د روان کال په اوږدو کې په غزني ښار او ولسواليو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰ پېښې ثبت شوې دي.

په غزني کې د ښځو نړيواله ورځ د د دې ولايت د ښځو چارو رياست له لوري، نن (د کب ١٩مه) د  دولتي چارواکو او لسګونو مېرمنو په کې ګډون ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي وويل، سږکال په غزني کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰ پېښې، چې ډېری يې وهل ډبول، د ځوانانو بې کاري اواجباري ودونه دي، ثبت شوې دي.

 د هغه په وينا، ډېرى داسې پېښې د غزني ښار په ګډون په ولسواليو کې رامنځ ته شوي، چې له دوى سره ثبت شوې نه دي.

ولي زياته کړه، اجباري او له وخته مخکې ودونه، د ځوانانو بې کاري هغه لاملونه دي چې په غزني کې يې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زيات کړى دى.

 د هغې په خبره: “د زياتو مېرمنو خاوندان چې ايران ته تللي، هلته په نشه يي توکو روږدي شوي او کله چې خپل هېواد ته راوګرځي، نو په خپلو مېرمنو باندې ظلم کوي او حتى يو شمېر مېرمنې طلاق اخيستلو ته مجبورې شوې دي.”

د غزني د ښځو چارو رييسه وايي، په غزني کې د لرو پرتو ولسواليو مېرمنې له زياتو ستونزو سره مخ دي، چې لامل يې بې سوادي او د مېرمنو له حقونو څخه ناخبري ده.

 هغې له ملا امامانو وغوښتل، چې په جوماتونو کې د ښځو د حقونو په اړه عامو خلکو ته معلومات ورکړي.

د هغې د معلوماتو له مخې، په يادو پېښو کې څلور پېښې د وژنې دي.

خو د خپروشويو معلوماتو له مخې، سږکال په غزني کې له ۱۳ څخه زياتو مېرمنو د تاوتريخوالي له امله  خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي هم يادې غونډې ته په خبرو کې وويل، دې ولايت کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی، چې مهم لاملونه يې د دولت له لوري ښځو ته د زده کړې د زمينې نه برابرول او ښځو ته د خپلو حقونو نه بيانول په ګوته کړل.

هغه له دولت څخه وغوښتل، هغو مېرمنو ته دې د زده کړې زمينه برابره کړي، چې اوسمهال زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د هغه په وينا: “کله چې مېرمنو او نارينه وو ته د زده کړې زميه برابره شي، تاوتريخوالی په خپله ورسره کمېږي.”

په غزني کې مېرمنې هم له تاوتريخوالي سرټکوي او وايي، چې له بېلابېلو کورنيو تاوتريخوالو سره مخ دي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکې ژولينا وايي، خاوند يې په نشه يي توکو روږدی دی او هر وخت د خپل خاوند له لوري وهل کېږي.

دې زياته کړه: “خاوند مې ايران ته تللی و، خو کله چې راغی، په نشه يي توکو روږدی و او هر وخت مې په يوه وړه خبره هم وهي او ډبوي مې.”

هغې چې خاوند يې اوسمهال بې کاره دى، له دولته وغوښتل چې خلکو ته د کار زمينه برابر کړه، ترڅو اړ نه شي بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي.

 ياه دې وي چې په غزني کې تېر کال هم، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي له ۷۰ نه زياتې پېښې ثبت شوې وې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.