کندهار ښار (پژواک ٢٠ کب ٩١): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې سيمه ييزو پوليسو، عامو خلکو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته پرون په ميوند ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ او يو پوليس په کې ووژل شو.
د نوموړي په وينا، د پوليسو په ځوابي بريد کې پنځه طالبان هم وژل شوي دي.
د دغه ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي وايي، چې دا نښته د ميوند د ميرخان او د ژيړۍ د نهر کارېزيو په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، سيمه ييزو پوليسو په خپله پوسته کې مېله جوړه کړې وه، چې په کې د سيمې ځوانانو هم برخه اخيستې وه.
د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو د دې مېلې پر مهال پر پوسته بريد وکړ، چې له مله يې يو پوليس، دوه د کلي ځوانان او پنځه طالبان وژل شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي، چې په دغه بريد کې ١٢ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
نوموړي په جګړه کې د خپلو درېيو طالبانو وژل کېدل هم تاييدوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن