ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

author avatar
10 Mar 2013 - 14:37
په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو
author avatar
10 Mar 2013 - 14:37

جلال اباد (پژواک ٢٠ کب ٩١): په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين په داسې حال کې پيل شو، چې کوچيانو د زرګونو ماشومانو د نه واکسين کېدو له امله شکايت کړى و.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې په ختيځ کې د پوليو درې ورځنى کمپاين پيل کړى دى.

نوموړى زياتوي، په دغه کمپاين کې به ٨٦٠ زره هغه ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د پوليو ضد واکسين شي.

ډاکټر بازمحمد زياتوي: ((پنځه لکه او دوولس زره هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له دوو کلونو پورته وي، د چينجي ضد کپسول هم ورکړل شي.))

د ده په خبره، ياد کمپاين د ٥٧٠٠ رضا کارانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

دى په ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې خپل ماشومان د پوليو ضد واکسين کړي، تر څو يې راتلونکى له خطره خوندي وي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم وايي، چې د پوليو واکسين لپاره بايد ټول هېوادوال کمپاين وکړي او ټول ماشومان واکسين کړي.

هغه زياته کړه، په هر سيمه کې بايد د  پوليو واکسين وشي، هغه که امنه وي او که نا امنه؛ ځکه پوليو واکسين ډېر اړين دى.))

دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې مېشتو کوچيانو څه موده مخکې شکايت کړى و، چې زرګونه ماشومان په نا امنو سيمو کې له دغه کمپاين څخه بې برخې پاتې کېږي.

ياده دې وي ، چې په تېر کال کې په ختيځه حوزه کې يوازې دوه د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوې ،چې د عامې روغتيا د چارواکو په وينا، له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.