ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خيتځ ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

په خيتځ ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى

author avatar
10 Mar 2013 - 14:43
په خيتځ ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى
author avatar
10 Mar 2013 - 14:43

جلال اباد (پژواک ٢٠ کب ٩١): په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د ښځو چارو رياست وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ډېر شوي دي.

دوى دغه څرګندونې د کب په ٢٠ مه د ښځو نړيوالې ورځې د نمانځغونډې په ترڅ کې، چې سلګونو ښځو په کې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو څانګې مشره صبرينا وايي، چې سږ کال يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٢٥ پېښې ثبت کړي او ٤٠ نورې پېښې يې په غير مستقيم ډول ثبت او راجستر کړي، چې د تېرو کلونو په نسبت دغه شمېره ډېره زياته ده.

د صبرينا په وينا، تېر کال يې ١٧٥ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال يې په شمېر کې زياتوالى راغلى دى.

نوموړې وايي: ((په دغو پېښو کې يې ځينې حل شوې او په ځينو نورو يې کار روان دى.))

صبرينا زياته کړه، د تېرو کلونو په پرتله د ښځو د تاوتريخوالي په پېښو کې د قتل پېښې هم ډېرې تر سترګو کېږي.

د هغې په وينا، دې موضوع بشري حقونه او د ښځو چارو فعالين اندېښمن کړي دي.

صبرينا زياتوي، سږ کال ٣٨ د قتل قضيې  ثبت شوي، چې ناموسي او نورې وژنې په کې شاملې دي.

نوموړې زياته کړه: ((د تاوتريخوالي په ګراف کې لومړى ننګرهار دى، دويم لغمان، درېيم کونړ او په څلورم مقام کې نورستان ولايت راځي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرکال په پرتله په خلکو کې عامه پوهاوى زيات شوى، نو ځکه د پېښو د ثبت په کچه کې ډېروالى راغلى دى.

دې وويل: ((سږ کال په ننکرهار کې له موږ سره ١٠٠پېښې ثبت شوې دي.))

د عمراني په خبره، له يادو پېښو څخه يې يواځې اووه يې ناحل او پاتې ټولې حل شوې دي.

نوموړې دا مني چې په دې وروستيو کې د ښځو د مرموزو وژنو کچه يو څه لوړه شوې او په دې برخه کې يې له امنيتي او قضايي ارګانونو سره اړيکې نيولي، تر څو عاملين يې ونيول شي او په قانوني سزا محکوم شي.

دغه راز نن د ښځو نړيواله ورځ په لغمان ولايت کې هم د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې پکې د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي ، د يوناما، او بشري حقوقو چارواکو، ځايي رييسانو او ګڼ شمېر ښځو ګډون کړي وو.

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.