ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داخلي بريد کې تر ١٥ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

داخلي بريد کې تر ١٥ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Mar 2013 - 14:20
داخلي بريد کې تر ١٥ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Mar 2013 - 14:20

کابل (پژواک ٢١ کب ٩١): د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د افغان او امريکايي ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې يوه سيمه ييز پوليس د جلريز ولسوالۍ د خواجه محمدولي په سيمه کې پر افغان او ځانګړو امريکايي ځواکونو ډزې وکړې.

دغه سرچينه زياتوي، د دغه بريد پر مهال ځانګړو امريکايي ځواکونو، افغان کومانډو، ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو د ځانګړو ځواکونو په قرارګاه (خواجه محمدولي سيمه) کې ناسته درلوده.

دغې امنيتي سرچينې وويل، چې له ناستې وروسته يوه سيمه ييز پوليس يو ناڅاپه ډزې وکړې، چې په ترڅ کې د افغان کومانډو ځواکونو قوماندان تورن شېر له دوو نورو سرتېرو سره ووژل شو او درې سرتېري يې ټپيان شوي دي.

دغه رازه په دغه بريد کې اتو ځانګړو امريکايي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې په خبره، په دې نښته کې يو شمېر ملي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شمېره يې په ډاګه نه کړه.

سرچينې د بريدکوونکي سيمه ييز پوليس د برخليک په اړه څه ونه ويل.

د دې سرچينې د معلوماتو پر اساس، چې په دې پېښه کې د جلريز امنيه قوماندان سمونوال علاوالدين ټپي شوى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په جلرېز ولايت کې له يادې پېښې خبر شوي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

هغه وويل، چې په دې اړه به وروسته معلومات په ډاګه کړي.

په کابل کې د ايساف ځـواکونو مطبوعاتي دفتر د دې پېښې او په کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې پخلى وکړ.

د مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان ملي ځواکونو په يونيفارم کې يوه تن د افغان او ايساف ځواکونو پر ګډو ځواکونو ډزې کړې دي.

سرچينه زياتوي، چې په دې نښته کې افغان او نړيوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ايساف وايي، چې د نښتې پر مهال د جلرېز امنيه قوماندان په سيمه کې موجود و، خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

ايساف وايي، چې په دې اړه يې له افغان ځواکونو سره يوځاى پلټنې پيل کړې دي.

په افغانستان کې مېشتو ځانګړو امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپـاڼه کې ويلي، چې په دې پېښه کې يو شمېر امريکايي او افغان ځواکونه ټپيان شوي او بريد کوونکى په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.