جلال اباد (پژواک ٢١ کب ٩١): په جلال اباد ښار کې تېره شپه د قصر مخې يوې چاودنې دوه ساتنمنان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره شپه لس بجې د قصر مخې ته د پوليسو له پوستې سره څېرمه وشوه.
هغه زياته کړه، ناپېژانده کسانو د پوليسو پوستې ته نږدې پر سړک يو ماين اېښى و، چې د پوليسو له خوا کشف شو.
د مشرقيوال په وينا، کله چې پوليسو غوښتل دغه ماين شنډ کړي، پرې وچاودېد او دوه ساتنمنان يې ټپيان کړل.
نوموړي وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
طالبان بيا ادعا کوي چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن