ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: طالبان دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي

ملګري ملتونه: طالبان دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي

author avatar
11 Mar 2013 - 13:08
ملګري ملتونه: طالبان دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي
author avatar
11 Mar 2013 - 13:08

کابل (پژواک ٢١ کب ٩١): ملګرو ملتونو د کابل او خوست ولايتونو ځانمرګي بريدونه وغندل او د افغانستان د حکومت له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل، چې د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي.

وړمه ورځ د کابل او خوست ولايتونو په دوو ځانمرګو بريدونو کې د نهو ماشومانو په ګډون ١٩ ملکي وګړي ووژل شول او ٣١ نور ټپيان  وو.

طالبانو د کابل د دفاع وزارت مخې ته د ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه واخيست او ادعا يې وکړه، چې ګڼ شمېر دولتي سرتېري يې وژلي او ټپي کړي، خو د خوست د ځانمرګي بريد مسووليت ، چې په ترڅ کې يې ٨ ماشومان ووژل شول، هېچا نه دى اخيستى.

ملګرو ملتونو دغه دواړه بريدونه، چې په ترڅ کې يې ډېرى ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي، غندلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت (يوناما) د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې يو ځل بيا د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ کړى، چې په عامو سيمو کې دې له ځانمرګو بريدونو او چاودنو څخه، چې قربانيان يې ملکي وګړي وي، ډډه وکړي.

سرچينې زياته کړې، دا ډول بريدونه چې د ملکي وګړو او وسله والو مخالفينو ترمنځ توپير نه شي کولى، له نړيوال انساني حقوقو څخه سرغړونه ده.

يوناما په يادو پېښو کې د وژل شوو کسانو له کورنيو سره غمرازي هم ښودلې ده.

ولسمشر حامد کرزي پرون د دغو بريدونو د غندنې ترڅنګ وويل، چې طالبانو دغه بريدونه امريکا ته د خپل زور ښودلو لپاره نه ، بلکې هغوى ته يې خدمت  وکړ.

هغه زياته کړه: ((طالبان له يوې خوا وايي چې امريکا ته خپل زور ښيي او له بلې خوا هره ورځ په قطر  او اروپا کې له امريکا سره خبرې کوي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.