ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګډو ځواکونو په ننګرهار کې درې تنه ټپيان کړي

ګډو ځواکونو په ننګرهار کې درې تنه ټپيان کړي

author avatar
11 Mar 2013 - 15:05
ګډو ځواکونو په ننګرهار کې درې تنه ټپيان کړي
author avatar
11 Mar 2013 - 15:05

جلال اباد (پژواک ٢١ کب ٩١): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې ګډو ځواکونو تېره شپه پر کورونو عمليات کړي او د درېيو بې ګناه کسانو د ټپي کولو ترڅنګ يې ٩ نور له ځانه سره وړي دي.

د چپرهار د تريلي سيمې اوسېدونکي ډاکټر محمدکريم ساپي د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بېګا ١١ بجې بهرنيو ځواکونو د دوى د ګاونډ د يوه ښوونکي پر کور عمليات وکړل.

هغه زياته کړه، وروسته يې د دوى د کور دروازه هم وټکوله، له دننه کېدو سره سم يې ډزې وکړې د ده د دوو وروڼو په ګډون يو بل کس ټپيان شول او له ځانه سره يې يوړل.

دى وايي، سهار يې د هوايي ډګر له قوماندان سره خبرې شوې او هغه ورته ويلي، چې تر څېړنو وروسته به نيول شوي کسان بېرته خوشي کړي.

نوموړى زياتوي: ((نه مې له طالب سره کار شته او نه د بل چا سره خو که دوى تلاشي کوي نو ولې يې موږ پر ډزو وويشتو.))

قومي مشر محمدزمين هم ورته خبره کوي، چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د دوى په کلي کې له عامو خلکو سره له حده ډېر تېرى کړى، دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ غوښتل لاريون وکړو خو بيا مو له ولسوال سره خبره شريکه کړه او هغه يې په اړه ډاډ راکړ.))

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم ياد عمليات تاييدوي او وايي، چې تېره شپه په تريلي کې ګډو ځواکونو عمليات کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو په پايله کې يې ١٢ تنه شکمن له يو ميل کلاشينکوف سره نيولي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

بلخوا د چپرهار ولسوال محمدصديق پژواک اژانس ته وويل، چې ياده سيمه د دوى اړوند نه بلکې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ده، خو د بهسودو ولسوال د يادې پېښې په اړه ناخبري وښوده.

خو ايساف ځواکونو بيا له يادې پېښې ناخبري وښوده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.