ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لاره وتړل شوه

د سالنګ لاره وتړل شوه

author avatar
12 Mar 2013 - 15:57
د سالنګ لاره وتړل شوه
author avatar
12 Mar 2013 - 15:57

چاريکار( پژواک ٢٢ کب ٩١): د سالنګ لويه لاره ، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي ، د واورې د اورښت له امله  د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر ياور سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماښام مهال په سالنګونو کې د واورې اورښت پيل شوى  او له امله يې ياده لاره د شپې په يوه بجه د ترافيکو پر مخ وتړل شوه .

د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په ملخان او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو کې موټر درول شوي  او پر دې لاره د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دغه لار په غرونو کې له څه باندې دوه نيم کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي.

 په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

څو ورځې مخکې د واورې ښويېدو له امله د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امريت دوو کارکوونکو پر همدې لاره د واورې ښويېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو له امله مړه شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.