کابل (پژواک ٢٢ کب ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د دې ولايت په چک ولسوالۍ کې څلورو وسله والو پاکستانيو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو وسله والو پاکستانيو طالبانو ته تېره شپه د چک په بند سيمه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، په دې عملياتو کې چې د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي، دوه پاکستاني طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده وويل، دغه کسان وروسته له هغه په نښه شول، کله چې د ګډو ځواکونو له خوا تثبيت شول، چې دا وسله وال مخالفين دي.
بل خوا وسله وال طالبان وايي، چې د چک ولسوالۍ د چک (اې) په نامه پوستې يې بريد کړى او په ترڅ کې يې دوه امنيتي سرتېري وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
خو د ميدان وردګو د والي وياند خوګياڼي د طالبانو ياده ادعا رد کړه او ويې ويل، چې په چک کې پر هېڅ امنيتي پوستې بريد نه دى شوى.
د يادونې ده، چې تېره ورځ (د کب ٢١مه) د دې ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس په کورنيو او بهرنيو سرتېرو د يوه داخلي بريد په ترڅ کې ٢١ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن