کابل (پژواک ٢٣ کب ٩١): په سوېل کې د ملي اردو ځواکونه وايي، چې په اروزګان ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٢٢ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات پرون د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د ٧٣ اتل اميد په نوم په ترسره شوو دغو عملياتو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپي شوي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د وژل شوو طالبانو جسدونه او يو شمېر وسلې او مهمات د جګړې په ميدان کې پاتې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن