ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى

په کندهار کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى

author avatar
13 Mar 2013 - 12:14
په کندهار کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى
author avatar
13 Mar 2013 - 12:14

کندهار (پژواک ٢٣ کب ٩١): په کندهار ولايت کې د سولې له پروسې سره يوځاى شوى طالب قوماندان ، چې اوس په پنجوايي ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و، په چاودنه کې وژل شوى دى.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون د ولسوالۍ د صالحانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان ملا زين الله ، چې په ملا زينو مشهور و، د خپل وراره واده ته روان و، چې پر لاره يې پر موټر چاودنه وشوه.

نوموړى وايي، چې په چاودنه کې ملا زينو وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، ملا زينو چې د دې ولسوالۍ د سپيروان سيمې اوسېدونکى و، تېر کال د سولې له پروسې سره تر يو ځاى کېدو وروسته څه موده مخکې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په توګه ټاکل شوى و.

وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې قوماندان زين الله پرون مازديګر په يوه چاودنه کې له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوى او څلور نور ساتونکي يې ټپيان دي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.