ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه کې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه کې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړه

author avatar
14 Mar 2013 - 10:42
افغانستان د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه کې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړه
author avatar
14 Mar 2013 - 10:42

کابل (پژواک ٢٤ کب ۹۱): د انټر کانټنينټال کپ سياليو په لړ کې افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې هم سکاټلينډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ دغه څلور ورځنۍ لوبه د کب په ٢٢مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پيل شوې وه او نن له غرمې مخکې پاى ته ورسېده.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٢٥٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې سکاټلينډ ته د لوبې بلنه ورکړه.

د افغانستان د تېز توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سکاټلينډ ټوله لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) کې په اته دېرشم اوور کې په ۱۲۵ منډو وسوځېده.

 د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د سکاټلينډ شپږ لوبغاړي يې وسوځول.

دغه راز ميرويس  اشرف درې او سميع الله شينواري  يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان ملي لوبډله په خپل لومړي اننګز ٢٧٥ منډې جوړې کړې او پر سکاټلينډ يې ١٥٠ منډې واړولې.

د افغانستان له لوري رحمت شاه ۶۷،  شهزاد محمدي په ۴۱ ، شبيرنوري ۳۳، نوروز منګل ۱۹  او  اصغر ستانکزي ۴۱ منډې جوړې کړې.

د سکاټلينډ لوبډله په خپل دويم وار کې په ١٤٥ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه په يوه اننګز او پنځو منډو وګټله.

د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د سکاټلينډ څلور لوبغاړي يې وسوځول، دولت ځدراڼ څلور او ميرويس اشرف يو لوبغاړى وسوځاوه.

له دې بريا سره افغانستان ته ٢٠ نومرې ورکړل شوې او د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو په جدول کې  د ٦٤ نومرو په لرلو سره يې دويم مقام خپل کړ.

ايرلينډ په ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام کې ځاى لري.

د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي په دې لوبه کې ١١ لوبغاړي وسوځول او د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د کرکټ بورډ لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود پر دې بريا ټولو هېوادوالو  او د کرکټ ملي لوبـډلې لوبغاړو ته مبارکي ورکړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دې برياوو سره ملي لوبډلې نړيوالو ته دا وښوده، چې د کرکټ په ډګر کې ښه وړتيا لري او هرې لوبډلې ته ماتې ورکولى شي .

افغانستان تر دې مخکې په اماراتو کې  له سکاټلينډ څخه دوه يو ورځنۍ او دوه شل اووريزې سيالۍ ګټلې دي.

افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي، او دوه يې مساوي شوې دي.

په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.