ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور ازموينې پايلې بيا څېړل کېږي

author avatar
16 Mar 2013 - 17:10
author avatar
16 Mar 2013 - 17:10

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩١): ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د کانکور ازموينې د پايلو د څېړلو لپاره دې ، د ملي شورا د فرهنګي کمېسيونونو، مدني ټولنو او د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ګډ کمېسيون جوړ شي.

ولسي جرګې وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې زده کوونکو د روان کال د کانکور په ازموينه کې د پراخو درغليو ادعا لرله او خپلو شکايتونو ته د رسېدو لپاره يې لاريونونه وکړل.

په همدې تړاو نن ولسي جرګې د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد وربللى و، تر څو د کانکو ر ازموينې په اړه د جرګې د غړو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د جرګې ځينو غړو په کانکور ازموينه کې درغلۍ دومره پراخې بللې، چې ان د پايلو د لغو کېدو غوښتونکي شول.

د دوى په وينا، په کانکور کې ځکه درغلي شوې، چې د ازموينې لپاره د وزارت ټاکلي پلاوي د غړو د شمېر د کموالي له امله په سمه توګه له ازموينې څارنه نه ده کړې او هم د دغه پلاوي ځينو غړو د کانکور له ګډونوالو سره دوه ګونى چلند کړى دى.

د ولسي جرګې غړې حميرا ايوبي په کانکور کې د ادعا شوو درغليو اصلي لامل په ولايتونو کې د ازموينې پر مهال د زورواکو مداخله او د لوړو زده کړو وزارت د کمزوري ممتحن پلاوي لېږل ياد کړل.

د ولسي جرګې غړي عبيدالله کليمزي ادعا وکړه، چې د کانکور سوالونه تر ازموينې وړاندې ځينو کسانو ترلاسه کړي و او د ده په وينا، دوه تنه په همدې تور څارنوالۍ نيولي دي.

کليمزي په تعجب سره وويل، د ځينو وروسته پاتې ولايتونو د هغو زده کوونکو شمېره ، چې په کانکور کې يې تر ٣٠٠ لوړې نومرې اخيستي د لويو ښارونو د زده کوونکو په پرتله څو ځلې ډېره ده او څو سوو يې ان په مسلسل ډول په يوه کچه نومرې ترلاسه کړې دي.

له فارياب، ارزګان، هلمند او دايکنډي څخه د کانکور په ازموينه کې د برياليو ګډونوالو سلنه تر ٧٥ لوړه وه ، خو په کابل کې دغه سلنه شاوخوا ١٦ ته رسېده.

د جرګې ځينو غړو نيوکه کوله، چې ولې د ځينو وروسته پاتې ولايتونو د برياليو زده کوونکو کچه د ځينو نورو ولايتونو په پرتله ، چې د ښې زده کړې امکانات هم لري، په بې ساري کچه لوړه ده.

د جرګې بل غړي محمدنعيم حميدزي لالي د لوړو زده کړو وزارت پر کار کوونکو تور پورې کړ، چې د پيسو په بدل کې يې د ځينو کسانو نومرې ډېرې کړي او د خپلې خوښې پوهنځيو ته يې بريالي کړي دي.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د جرګې د غړو تر څرګندونو وروسته، که څه هم د کانکور ازموينې په بهير کې ځينې ستونزې ومنلې، خو ټينګار يې وکړ، چې د ځوابونو پاڼې د ځانګړو ماشينونو پر مټ کتل کېږي او دا کار د درغلۍ امکان له منځه وړي.

 عبيد د کانکور ازموينې د ځوابونو د پاڼو د وتلو ادعاوې رد کړې او ويې ويل، چې د ځوابونو کليد تر ازموينې وروسته جوړېږي.

ده همداراز وويل، چې په ولايتونو کې د ازموينې د روڼتيا په موخه د کانکور په کمېټه کې ان چا ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې خپل ولايت ته د ازموينې د اخيستو لپاره ولاړ شي.

عبيد وويل، چې د کانکور ازموينې اړونده ادارو ته يې امر کړى، چې د ازموينې د معترضو ګډونوالو شکايتونه وڅېړي.

د ده په وينا، تر دې مهاله ٣٠٠٠ کسانو د لوړو زده کړو وزارت ته خپل شکايتونه کړي دي.

ده وړانديز وکړ، چې له ملي شورا او د مدني ټولنې له غړو سره په ګډه د روان کال د کانکور د ازموينې پايلې بيا وڅېړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، چې نن يې د جرګې مشري کوله د غونډې په پاى کې وويل، چې د دې موضوع د څېړلو لپاره به د ملي شورا د دواړو جرګو د ديني او فرهنګي کمېسيونونو د غړو، د مدني ټولنو د استازو او د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو ګډ کمېسيون جوړ شي.

که څه هم د جرګې ډېرو غړو د روان کال په کانکور ازموينه کې د پراخو درغليو ادعا کوله، خو د جرګې ځينو نورو غړو بيا دا ادعاوې بې بنسټه بللې.

 د غزني استازي عبدالقيوم سجادي، د غور استازې سيما جوينده او د جرګې ځينو نورو غړو ويل ، چې برياليو زده کوونکو د خپلې وړتيا له مخې پوهنتونونو ته لاره موندلې ده.

دوى ويل چې بريالي زده کوونکي بايد وستايل شي.

د جرګې ځينو نورو غړو بيا پر وزارت نيوکه کوله ، چې پوهنځيو ته په ورپېژندلو کې يې د زده کوونکو انتخاب ته پام نه دى کړى او ځينې يې داسې پوهنځيو ته ورپېژندلي، چې نه يې وو ټاکلي.

په ولسي جرګه کې د خوست استازې سايرې شريف د لوړو زده له وزارت څخه ددې ستونزې حل وغوښت او ويې ويل چې د تعليم له مخې د ولايتونو د متوازن پرمختګ لپاره هر ولايت ته د تحصيلي رشتو له مخې سهم ورکړل شي.

خو د لوړو زده کړو وزير وويل، ټاکل شوې سږکال له هر ولايت څخه ٣٠ زده کوونکي، چې په کانکور کې يې لوړې نمرې اخيستې دي د دولتي او ګروپي بورسونو له لارې بهر ته واستول شي.

ده زياته کړه، هغه زده کوونکي چې د دولتي بورسونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته ځي، يواځې په دوو تحصيلي رشتو، طب او انجنيرۍ کې به زده کړې کوي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.