ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ماشوم له تښتونې وروسته ووژل شو

يو ماشوم له تښتونې وروسته ووژل شو

author avatar
16 Mar 2013 - 17:48
يو ماشوم له تښتونې وروسته ووژل شو
author avatar
16 Mar 2013 - 17:48

چاريکار (پژواک، ٢٦ کب ٩١): په پروان ولايت کې يو ماشوم له تښتونې وروسته وژل شوى او په تړاو يې دوه تنه نيول شوي دي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالحنان کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رشاد په نوم پنځه کلن ماشوم يوه اونۍ وړاندې د کابل له سراى شمالي سيمې څخه د يوه موټرچلوونکي په وسيله تښتول شوى و.

ده زياته کړه، سړي تښتوونکي د ماشوم له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو کورنۍ يې له ورکولو ډډه کړې وه؛ له دې وروسته يې ماشوم وژلى دى.

د هغه په وينا، دې سړي تښتوونکي د يوه بل تن په مرسته غوښتل، چې په پټه توګه د ماشوم جسد د چاريکارو د هوفيان شريف په هديره کې خښ کړي، خو د خښولو پرمهال د لومړۍ حوزې د کارکوونکو له لوري ونيول شول.

دى وايي، د ماشوم جسد عدلي طب ته لېږل شوى دى، خو ورثه يې تراوسه نه ده راغلې.

د کوهستاني د معلوماتو له مخې، ياد شوي تن په خپل جرم اعتراف کړى او دوسيه يې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.