اسعداباد (پژواک ٢٦ کب ٩١): د کونړ د عامې روغتيا مسوولين وايي، له هغو زرګونو ماشومانو، چې د پوليو ضد تېر کمپاين کې له واکسين څخه پاتې وو، نيمايي وو ته يې په اوسني کمپاين کې دغه واکسين ورکړل شوى دى.
د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر اسدالله فضلي د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ځينو سرحدي ولسواليو کې د امنيتي او دوديزو ستونزو له امله زرګونه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي وو.
هغه زياته کړه، چې دا ستونزه په خاص کونړ، سرکاڼو، مروره، شيګل، وټه پور او چپه دره ولسواليو کې وه.
د فضلي په وينا، رضاکارانو نه شواى کولى دغو ولسواليو ته سفر وکړي او ماشومان واکسين کړي، له همدې امله په تېره دوره کې څه باندې ٢١ زره ماشومان له دغه کمپاين څخه بې برخې پاتې شوي وو.
خو د کونړ د عامې روغتيا رييس وايي، چې د سيمې د اوسېدونکو، قومي مشرانو او عالمانو په همکارۍ او مرسته په دغه کمپاين کې ، چې تېره اونۍ ترسره شو، له يادې شمېرې نيمايي (لس زره) ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړل شو .
فضلي زياتوي، چې اوس هم په کونړ کې دولس زره او درې سوه ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتې دي، چې لامل يې په سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو مخالفت دى.
د نوموړي په وينا، د عامې روغتيا رياست هڅه کوي، چې په دې برخه کې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي او ١٣٨زره ماشومان واکسين کړي.
ډاکټر فضلي وويل، چې تېر کال په دغه لايت کې د پوليو څلور پېښې ثبت شوې وې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن