مزارشريف (پژواک ٢٧ کب ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د بلخ ولايت اړوند له ازبکستان سره پر پوله د دغه هېواد پوليسو درې افغانان پر ډزو وژلي دي.
د شمال زون د ٢٥ نمبر سرحدي لوا قوماندان جنرال محمدزمان مموزي د کب په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته اووه افغانان د امو سيند په منځ کې يوه ځنګله ته تللي وو، چې ازبکستاني سرحدي پوليسو پرې ډزې وکړې.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې افغانان وژل شوي او څلور نور روغ راوتلي، چې د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
نوموړي زياته کړه، دوى معلومات ترلاسه کړي، چې دغه افغانان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي، خو دوى يې په اړه پلټنې پيل کړي او کره معلومات به وروسته په ډاګه کړي.
د کلدار ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي شرف الدين پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان ناحقه وژل شوي او د ازبکستان خاورې ته نه وو اوښتي.
د ده په خبره، تېر کال امو سيند د افغانستان لوري ته راوښتى او منځ کې يې جزيره ډوله ځاى دى، چې د افغانستان اړوند دى او دوى هلته تللي وو.
بلخوا د ازبکستان د سرحد ساتونکو ادارې ويلي، چې دغه افغانان په غير قانوني ډول د دوى خاورې ته ننوتلي وو او د يوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې افغانستان او ازبکستان ١٣٧ کيلومتره ګډه پوه لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن