ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په پښتون مېشتو سيمو کې  زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه زده کړې پيليږي

د هرات په پښتون مېشتو سيمو کې زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه زده کړې پيليږي

author avatar
17 Mar 2013 - 18:11
د هرات په پښتون مېشتو سيمو کې  زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه زده کړې پيليږي
author avatar
17 Mar 2013 - 18:11

هرات ښار (پژواک، ٢٧ کب ٩١): د هرات چارواکي وايي، چې د دې ولايت په پښتون مېشتو سيمو کې به زده کوونکو ته په مورنۍ ژبې زده کړې پيل شي.

د هرات د والي وياند محی الدين نوري نن پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل،  دولت مکلف دى، چې د اساسي قانون له مخې، ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه مساعده کړي.

د ده په وينا، د هرات والي د خلکو د هغه وړانديز، چې په خپلو سيمو کې يې په مورنۍ ژبې د زده کړې د اسانتياوو غوښتنه کړې، هرکلى کړى او د پوهنې رياست ته يې لارښوونه کړې، ترڅو په پښتون مېشتو سيمو کې زده کوونکو ته په پښتو ژبه زده کړې پيل کړي.

هغه زياته کړه: “دا چې په تېر مهال کې د هرات په کچه په دغې برخه کې د بېلابېلو دلايلو له امله کار نه دى شوى، جلا خبره ده، خو تردې وروسته به په هره سيمه کې د خلکو له غوښتنې سره سم دغه اصل پلى کړاى شي.”

د هرات په مرکز او ولسواليو کې نږدې اته سوه ښوونځي شته، چې په ټولو کې يې ماشومانو ته په دري ژبه زده کړه ورکول کېږی، چې دې کار د پښتنو کورنيو يو شمېر ماشومانو ته د زده کړې په برخه کې ستونزې پيدا کړې دي.

د هرات ښار د دولسمې ناحيې د يوه ابتدايي ښوونځي پخوانۍ زده کوونکې نوريې پژواک اژانس ته وويل، دا چې ښوونځي کې درس په دري ژبه و، نو ونه توانېده چې زده کړې پرمخ بوځي.

دې لس کلنې نجلۍ زياته کړه: “ما د هلمند په لشکرګاه کې تر څلورم ټولګي زده کړې کړې دي، ښه درس مې وايه، خو دا چې تېر کال مې کورنۍ هرات ته راکډه شوه، زه يې همدلته څلورم ټولګي کې شامله کړم؛ خو دا چې د هراتيانو کتابونه ټول په دري وو، زه نه په پوهېدم، اخر اړه شوم چې مکتب پرېږدم.”

د هرات د ګلرن ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي طلامحمد نورزي پژواک اژانس ته وويل: “زموږ د سيمې ډېر ځوانان په جوماتونو يا مدرسو کې په زده کړه اکتفاه کوي، دا ځکه چې په ښوونځيو کې په دري ژبه کتابونه سخت ورته تمامېږی.” 

د ده په وينا، څو ځله يې په رسمي او غير رسمي غونډو کې دا ستونزه تر ولايتي چارواکو رسولې هم ده.

هغه زياته کړه، د وروستي ځل لپاره يې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د کب ٢٤مه) د بېلابېلو ولسواليو د پښتنو د استازو په ګډون د هرات له والي داوود شاه سبا سره دغه موضوع شريکه کړه او هغه ورسره د ستونزې د هواري ژمنه وکړه.

د هرات د والي وياند هم تاييد کړه، چې د کشک کهنه، رباط سنګي، ګلران ولسواليو او د ښار د ځينو ناحيو ولسي مشران والي ته په دغه شکايت ورغلي وو او اړوندې ادارې ورسره د دې ستونزې د هواري ژمنه وکړه.

په هرات کې له يادو درېيو ولسواليو سربېره شينډنډ، اوبې، ادرسکن، پښتون زرغون، غوريان او ګذرې ولسواليو کې د پښتنو ګڼې قبيلې ژوند کوي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.