ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Mar 2013 - 11:48
ننګرهار کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Mar 2013 - 11:48

جلال اباد-لښکرګاه (پژواک ٢٧ کب ٩١): د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د وسله والو او سرحدي پوليسو تر منځ په نښته کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون د عامه اړيکو مسوول ادريس مومند د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر مازيګر ناوخته د وسله والو او سرحدي پوليسو تر منځ د فتح مېنې په سورۍ سيمه کې نښته شوې، چې له امله يې څلورو وسله والو او دوه د سرحدي پوليسو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مومند وايي، نښتې شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او په پايله کې يې يو طالب پاکستانى قوماندان، چې په خالد مشهور و له يوه ملګري سره وژل شوى او دوه نور ملګري يې سخت ټپيان دي.

دى وايي، چې په دې نښته کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د سرحدي پوليسو يوه بل چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د سيمې اوسېدونکى زيورالرحمن وايي، چې وژل شوي طالب پاکستاني قوماندان خالد وخت ناوخته له پولې دېخوا را اوښت او وسله وال بريدونه يې ترسره کول.

هغه زياته کړه، چې په ياده پېښه هغه له درېيو تنو نورو سره، چې يو په کې نايب نومېده، وژل شوى، يو مړى وسله والو له ځان سره وړى، د ياد قوماندان او دوه نور جسدونه د نښتې په سيمه کې پاتې دي.

ياده دې وي، لالپوره د ننګرهار يوه له هغو سرحدي ولسواليو ده، چې وخت ناوخته  ځينې وسله وال له پولې دېخوا را اوړي او له سرحدي پوليسو سره نښتې کوي.

د يوه بل خبر له مخې، په ګرمسېر ولسوالۍ کې يو پوليس وژل شوى او پنځه د دولت وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د دروېشان په سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو پر پوليسو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې يو پوليسو وژل شوى او يو ټپي دى.

نوموړي زياته کړه، تر دې پېښې وروسته پوليسو او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه او پر مهال يې په يوې تکاوۍ کې پنځه تنه شکمن ونيول.

بلخوا طالب وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې طالبانو دوه پوليس وژلي او وسلې يې هم ترې ترلاسه کړې دي.

ګرمسېر د هلمند په کچه يواځېنۍ ولسوالۍ ده، چې ټولې سيمې يې د دولت تر واک لاندې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.