ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ٣٤ ښوونځي لا هم تړلي دي

author avatar
18 Mar 2013 - 16:56
author avatar
18 Mar 2013 - 16:56

غزني ښار (پژواک ۲۸ کب ۹۱): د غزني د پوهنې رياست وايي، چې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې اوس هم د ناامنۍ له امله ۳۴ ښوونځي او دوه د سواد زده کړې کورسونه تړلي دي.

د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله يې چې په غزني کې د پوهنې د رييس په توګه کار پيل کړى، هغه مهال د دوو کورسونو په ګډون ۴١ مدرسې او ښوونځي په دې ولايت کې تړلي وو.

ده زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې يې د زنخان، ګيرو او اب بند په ولسواليو کې پنځه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي او پاتې نور ۳۴ ښوونځي او دوه د سواد زده کړې کورسونه اوس هم تړلي دي.

د غزني ولايتي شورا هم وايي ، چې د دې ولايت په ځينو سيمو کې اوس هم د زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړلي دي او دولت يې په بېرته خلاصولو کې پاتې راغلى دى.

 د غزني د ولايتي شورا سرپرست عبدالجامع جامع پژواک خبری اژانس ته وويل: “دا بايد ومنو چې په غزني کې د ناامنيو له امله يو شمېر ښوونځي اوس هم تړلي دي او زده کوونکي يې له تدريس څخه محرومه دي.”

نوموړي د تړل شويو ښوونځيو شمېر په ګوته نه کړ، خو له دولت څخه يې وغوښتل ، چې دا تړل شوي ښوونځي بايد خلاص کړي، څو د غزني د لرو پرتو سيمو ماشومان وکولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د غزني د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، چې د دوی په سيمو کې له کلونو کلونو راهيسې ښوونځي تړلي دي او اولادونه يې له زده کړې څخه پاتې دي.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل: “په ټول ګيرو کې به داسې څوک پيدا نه کړې، چې تر لسم ټولګي دې  درس ويلی وي، ځکه چې ښوونځي نشته.”

د ده په وينا، په لومړنيو کلونو کې د غزني د نورو سيمو په څېر په دې ولسوالۍ کې هم دوه لومړني ښوونځي فعال شول، خو وروسته د امنيتي حالت له خرابېدو سره وتړل شول او کومو ښوونکو، چې په دې ښوونځيو کې درس ورکاوه، خپلې دندې يې پرېښودې او ښوونځي هم وتړل شول.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال د سيمې يوه زده کوونکي احمدخالد، چې تر نهم ټولګي پورې يې زده کړې کړي او اوسمهال يې ښوونځی بند دى، وويل، د سلطان شهاب الدين په لېسه کې يې درس وايه، که څه هم ښوونکی او درسي مواد يې نه درلودل، خو بيا هم ښه و، خو له تېرو څو کلونو راهيسې يې ښوونځی بند دى او اوس درس نه وايي.

خالد پژواک ته زياته کړه چې ښوونځی يې ودانۍ لري، خواوسمهال تړلی دى او زده کوونکي يې ټول بهر هېوادونو ته په مزدورۍ پسې لاړل او يا هم دلته بې کاره ګرځي.

د ده په خبره: “که دولت ورته بېرته ښوونځي فعاله نه کړي، د ده په ګډون په سلګونه ماشومان به له زده کړو محرومه پاتې شي او دغه زده کوونکي اړ دي، چې بهر هېوادونو ته په مزدورۍ پسې لاړ شي.”

په غزني کې څه باندې شپږسوه ښوونځي شته، خو ډېری يې اوس هم مسلکي ښوونکي، درسي مواد او ودانۍ نه لري؛ دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په اوږدو کې وسله والو طالبانو د ښار د ښوونځيو په ګډون د اندړو او ده يک ولسواليو ټول ښوونځي د دوو مياشتو په مخه تړلي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.