مزارشريف ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د مزارشريف د سينما او تياتر ټولنې د دغه ښار د ښاروالۍ په مرسته د نوي کال (۱۳۹۲لمريز) د جشن د چمتوالي په ترڅ کې د ښار د پاکوالي حشر پيل کړ.
لسګونه سينماګرانو د کب په ۲۹مه، د روضې له ختيځ لوري د سلطان غياث الدين لېسې له اړخه د سړکونو پر پاکوالي پيل وکړ او تابيا لري، چې دا لړۍ تر بلخ دروازې پورې روانه وساتي.
د بلخ سينما او تياتر ټولنې غړي انور نبيل پژواک اژانس ته وويل، چې دوی د نوي کال د جشن د چمتوالي په پلمه د خپل ښار د پاکوالي لپاره زړه ښه کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې په نوي کال کې به د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه دغه ښار ته مېلمانه راځي او دوی هڅه کوي، چې هغو ته پاک مزارشريف وښايي.
د هغه په وينا ، دوی همدومره وس لري، چې د ښار د يوې څنډې يوه برخه پاکه کړای شي، که چېرې هره مدني ټولنه او د ښار هر وګړی د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي، نو په يوه ورځ کې ټول ښار پاکېدای شي.
د سينما او تياتر ټولنې بل غړي احمد الله پژواک ته وويل، چې د ښار د پاکوالي په روانو هڅو کې ورسره د ښاروالۍ د تنظيف ادارې د وسايلو مرسته کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د اوبو، جاروګانو او د بېلونو اسانتياوې يې ورته برابرې کړي، چې په مرسته يې دوی د ښار پاکوالی پيل کړی دی.
د ښار اوسېدونکي هم له روان حشر څخه خوښ دي، خو له ښاروالۍ څخه په پرله پسې توګه د ښار د پاکوالي غوښتنه کوي.
د مزار شريف ښار يو تن استوګن عبدالله جمالزاده پژواک اژانس ته وويل، چې د ورته حشرونو له لارې تر يو وخته ښار پاک ساتل کېږي، خو ښاروالي بايد د ښار د پاکوالي لپار منظم پلان ولري.
نوموړي زياته کړه، که چېرې د کال په اوږدو کې ښاروالي په پرله پسې توګه د ښار د پاکوالي لپاره هڅې وکړي ، نو د ځانګړو ورځو د نمانځنې لپاره به ښار پاک وي.
د مزارشريف ښاروالۍ د پاکوالي ادارې مسوول جوهر عطايي پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال د کب په ۲۹مه، د بلخ ولايت د اداري مجلس د فيصلې پر بنسټ بايد دولتي ادارې، مدنې ټولنې او د ښار عام وګړي د ښار د پاکوالي په حشر کې برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په تمه دي، چې د ورځې په اوږدو کې به نور خلک هم له حشر کوونکو سره يو ځای شي او د جشن تر ورځې پورې به ښار پاک وي.
د هغه په وينا، دوی د ښار د پاکوالي لپاره منظم پلانونه لري؛ خو د ځانګړو ورځو په رسېدو بايد ښار په پوره توګه پاک وساتل شي، چې همدا حشر يې يوه هڅه ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن