ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې يوه پوليس خپل درې پوليس ملګري ووژل

په زابل کې يوه پوليس خپل درې پوليس ملګري ووژل

author avatar
19 Mar 2013 - 18:02
په زابل کې يوه پوليس خپل درې پوليس ملګري ووژل
author avatar
19 Mar 2013 - 18:02

کندهار ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د زابل ولايت په شملزو ولسوالۍ کې يوه سرحدي پوليس پر خپلو درېيو پوليس ملګرو ډزې وکړې او هغوى يې ووژل .

دغه پېښه تېره شپه ناوخته د شملزو ولسوالۍ اړوند په سپينکي مانده سيمه کې رامنځته شوې ده.

په سوېل کې د ٣٠٣ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال تفسير خان خوګياڼى پېښه مني، خو وايي، چې پېښه د پوليسو تر منځ د شخصي ستونزې له امله رامنځته  شوې او کومه سياسي انګېزه نه لري.

هغه د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درېيو سرحدي پوليسو له يوه پوليس سره لفظي شخړه کړې، وروسته دغه پوليس پر هغوى ډزې کړي او درې واړه يې وژلي دي.

د نوموړي په وينا، ياد پوليس له ډزو کولو وروسته په تېښته بريالى شوى، خو هغوى يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

خو وسلوالو طالبانو د پېښې  مسووليت  پر خپله غاړه اخيستى او د يوه ټېلېفوني پيغام له لارې يې ويلي ، چې دغه پوليس محمد اسماعيل نومېده او د هغوى ملګرى و.

طالب وياند قاري يوسف احمد وايي، ددوى دغه ملګري د امنيتي پوستې د قوماندان په ګډون درې تنه وژلي دي.

څو مياشتې وړاندې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم يوه سرتېري خپل اووه نور ملګري تر مسموم کولو وروسته وژلي وو.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې داخلي بريدونو يو ځل بيا زور اخيستى  ، تېره مياشت په غزني کې يوه سيمه ييز پوليس خپل ١٧ ملګري له مسمومولو وروسته ووژل، دغه راز درې ورځې مخکې په خوست ولايت کې يوه پوليس خپل قوماندان وواژه.

همدارنګه په تېرو دوو اونيو کې په کاپيسا او ميدان وردګو ولايتونو کې افغان ځواکونو دوه ځلې پر ناټو ځواکونو بريدونه وکړل  او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

په کاپيسا کې يوه افغان سرتېري يو بهرنى سرتېرى وواژه، خو د ميدان وردګو په جلرېز کې يوه پوليس ٢١ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.