فراه ښار( پژواک ٢٩کب ٩١): ځايي چارواکي وايي، چې د فراه ولايت په خاک سفېد او بالابلوک ولسواليو کې د درېيو عربو په ګډون ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي او له طالبانو او دولتي ځواکونو څخه ١٥ تنه ټپيان دي.
د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په رنج کلي کې ، پوليس د کوکنارو د له منځه وړو د کمپاين پر مهال د وسلوالو مخالفينو له کمين سره مخ شول.
دى وايي، چې په دې کمين کې درې پوليس او د خاک سفېد لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا مالک ټپيان شوي او د ملا مالک درې ملګري وژل شوي دي.
هغه وويل، چې په دې نښته کې د طالبانو يو ار پي جي ٧ راکټ ، يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي د نورزي نورې څرګندونې تاييدوي ، خو وايي، چې په نښته کې پوليس نه دي ټپيان شوي او ملامالک د طالبان يو قوماندان دى .
دغه راز په فراه کې د ملي اردو د ٢٠٧ ظفر قول اردو د لوا مطبوعاتي مسوول عبدالرووف رحماني وايي، چې افغان او ايتلافي ځواکونو وړمه ورځ د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد، شيوان ، عارف اباد او ځينو نورو سيمو کې د کوکنارو د اړولو کمپاين د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل کړل او تېره شپه پاى ته ورسېدل.
د ده په وينا، په دې عملياتو کې د درېيو عربو په ګډون ١١ وسلوال طالبان وژل شوي او ٧نور ټپيان شوي دي .
هغه وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي .
سرچينې زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې د عامه نظم يو پوليس او د ملي اردو درې تنه منسوبين هم ټپيان شوي دي .
رحماني وايي، چې په دې عملياتو کې ٨٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او د وسلوالو مخالفينو دوه موټرسايکلونه هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز هغه وويل، چې په دې عملياتو کې د سيد اکبر په نوم يو طالب قوماندان او د هغه يو ملګرى له يوه کلاشينکوف او دوو لاسي بمونو سره ژوندي نيول شوي دي.
د بالابلوک او خاک سفېد ولسواليو له خلکو سره مو اړيکه ټنيګه نه شوه او وسلوالو طالبانو هم تر دې دمه د يادو نښتو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن