ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکې مياشت د بهسودو پر نوي پول کار پيلېږي

راتلونکې مياشت د بهسودو پر نوي پول کار پيلېږي

author avatar
20 Mar 2013 - 16:06
راتلونکې مياشت د بهسودو پر نوي پول کار پيلېږي
author avatar
20 Mar 2013 - 16:06

جلال اباد (پژواک ٣٠ کب ٩١): د ننګرهار د فوايد عامې رييس وايي، چې د بهسودو د نوي پول د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي او په نوي کال کې به يې د جوړېدا عملي چارې پيل شي.

د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقير دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه مياشتې وړاندې د فوايد عامې وزير ننګرهار ته د سفر پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه مياشت وروسته به د بهسودو پول د جوړېدا چارې پيل شي.

خو انجنير فقير د کب په ٣٠مه پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د نوي پول د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي او يواځې جيولوژيکي سروې يې پاتې ده، چې په راتلونکي مياشت کې به يې چارې بشپړې او په ډېر نږدې وخت کې به يې د جوړولو عملي چارې هم پيل شي.

د هغه په وينا، نوى پول په اته متره سور او د ٣٥٠ مترو په اوږدوالي ډيزاين شوى دى.

د نوموړي په وينا، نوى پول به د زوړ پول ختيځ خوا ته جوړيږي او له جوړېدو وروسته به زوړ پول هم په اساسي توګه ترميم شي.

انجنير رسول ګل هغه ادعاوې هم په کلکه ردوي، چې ګواکې د يو شمېر زور واکانو له خوا چې د بهسودو له پله سره نږدې کورونه او يا هم نور تجارتي ځايونه لري، د نوي پول د جوړېدو مخه نيسي.

دى وايي، په دغه ولايت کې د پلونو جوړېدو لپاره ١٢ميليونه ډالر ځانګړي شوي، چې د بهسودو د نوي پله له جوړېدو سربېره به د جندرما پول، چې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ته څېرمه موقعيت لري او د فارم هډې پول، چې زرګونه موټر پرې تګ راتګ کوي، هم جوړ شي.

د بهسودو پول، چې د جلال اباد ښار شمال ختيځ ته په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري، د هېواد په کچه تر ټولو لوى پول دى، چې شاوخوا ٣٦٠ متره اوږدوالى لري او نږدې ٥٠ کاله مخکې جوړ شوى دى.

پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٢ ولسواليو اړوند د ورځې زرګونه موټر او لسګونه زره خلک تګ راتګ کوي.

دغه پول د زوړ والي او شاوخوا دوه کاله مخکې پر ناټو ځواکونو د دوو ځانمرګو بريدونو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دى.

دغه راز د فوايد عامې رييس وويل، د تورخم-جلال اباد دويم سړک، چې شاوخوا درې نيم کاله وړاندې يې چارې د پاکستانۍ کمپنۍ (اف،ډبليو،او) له لوري نيمګړې پاتې شوې، د افغانستان دولت له خوا ٩ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي او په ١٣٩٢ لمريز کال کې به يې د رغونې چارې پيل شي.

دى دا هم وايي، چې د تورخم –جلال اباد اوسنى سړک د يو شمېر درنو لاريو له امله په ځينو ځايونو کې زيانمن شوى او په راتلونکي جوزا مياشت کې يې د جوړېدا پلان لري.

د فوايد عامې د رييس په وينا، پر حصارک د لويو موټرو لپاره د باى پاس سړک د اول فيز چارې هم بشپړې شوې دي.

ګل رسول وايي، د ياد سړک لپاره ١٠٠ميليونه ډالر ځانګړي شوي، چې په راتلونکي کال کې به پرې ١٣ميليونه ډالره ولګول شي او چارې به يې دوام وکړي.

دى وايي: ((دا سړک به په حصارک راتېريږي او تر جلال اباده به راځي، ترڅو د لويو موټرو لپاره باى پاس روډ وي.))

بلخوا د فوايد عامې رييس دا هم وايي، چې په ننګرهار کې يې پر يو شمېر نورو استنادي دېوالونو هم کار پيل کړى او ځينې هغه فرعي سړکونه، چې يو څه تخريب شوي، رغوي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.