لښکرګاه (پژوک ٣٠ کب ٩١): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې لاريون په تاوتريخوالي اوښتى او له امله يې ١١ لاريون کوونکو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند احمد ځيرک د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د موسى کلا ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو د يوې دسيسې له مخې د هېوادوالو له سپېڅلواحساساتو ناوړه ګټه پورته كړې او هغوى يې لاريون ته هڅولي وو.
ځيرک وايي، د دې دسيسې له مخې يوه تن، چې د پوليسو جامې يې پر تن وې، پرون په موسى كلا ولسوالۍ كې قرانكريم ته سپكاوى كړى و.
د نوموړي په وينا، د دې ولسوالۍ پوليسو دغه تن نيولى او اوس تر پوښتنو لاندې دى.
د ولايت وياند وايي، د دې پېښې په غبرګون کې د موسى كلا يو شمېر اوسېدونكو نن له غرمې مخکې پر سوله ييزلاريون لاس پورې كړ.
ځيرک وويل، د لاريون له منځ څخه ورانکارو مخالفينو پر پوليسو ډزې وکړې او پوليسو هم له ځانه د دفاع په موخه ځوابي ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، په دې نښته کې څلور عام وګړي وژل شوي، دوه پوليس او پنـځه عام وګړي ټپيان دي.
هغه وايي، چې اوس لاريون پاى ته رسېدلى او پوليس د دې دسيسې د پلانوونکو د نيولو په لټه کې دي.
بلخوا نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې په دې پېښه کې تر شلو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن