مزارشريف(پژواک دوري لومړۍ نيټه٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو خلکو په حضور د حضرت علي (رض) ته د منسوب زيارت جنډه ديولړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.
د پژواک خبريال د مراسمو له ځايه خبرو ورکړ، چې په ياد زيارت کې جنډه نن سهار په ٩:٣٠ بجو د سختو امنيتي تدابيرو په نيولو، دتوپ د شپږو ډزو په کولو او دزرګونو نارينه و او ښځو په تودو احساساتو سره پورته شوه.
د روضي په شمال او سوېل کې په زرګونو ښځې او نارينه د جنډې د مراسمو د لېدو لپاره راټول شوي وو.
په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين، د ولسي جرګې غړو، د شمالي ولايتونو واليانو ، قومي مشرانو، ديني عالمانو او يوشمېر بهرنيو ديپلوماتو ګډون کړى دى.
د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د نوي لمريزکال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هېله يې وښوده، چې دغه کال به د سولې او خوشالۍ کال وي.
نور،د وينا پرمهال په دغه ولايت کې د امنيت، بيارغونې، حکومتوالۍ، فرهنګي او سياسي حالاتو په اړه خبرې وکړې.
امنيتي چارواکي وايي، چې دتېر کال په پرتله دوه برابره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول شيرجان دراني پژواک ته وويل، د تېر کال په مراسمو کې د درې زره امنيتي ځواکونو له خوا امنيت نيول شوى و ، خو سږکال دغه شميره شپږ زرو ته لوړه شوې ده.
دده په خبره، په تيرو کلونو کې به د ايساف ځواکونو ريزرف قطعه هم موجوده وه ، خو سږکال دغه مسووليت د افغان کوماندو ، اردو او ملي پوليسو پر غاړه اخيستى دى.
هرکال د وري په لومړۍ نيټه په مزار شريف کې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره کيږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن