ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترخه ناور ډېرې سيمې له طالبانو پاکې شوې

author avatar
22 Mar 2013 - 10:29
author avatar
22 Mar 2013 - 10:29

لښکرګاه (پژواک، ٢ورى٩٢) د هلمند چارواکي وايي چې د ترخه ناور په سيمه کې د ګډو ملي ځواکونو په عملياتو کې ١٢ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي او ددې سيمې ډېرې ساحې له مخالفينو پاکې شوې دي. 

 

ترخه ناور دهلمند  ناوي، مارجې او نادعلي ولسوليو ترمنځ ګډه سيمه ده، چې د ولايت مرکز لښکرګاه سره هم نږدې موقعيت لري.

د ځايي چارواکو په وينا، په دې عملياتو کې د ملي پوليسو ترڅنګ ،ملي اردو ،عامه نظم اوسيمه يز پوليسو هم برخه  اخيستې وه.

 

د ناد علي ولسوالۍ امنيه  قوماندان عمرجان حقمل د وري په ٢ مه  پژواک خبري اژنس ته وويل  چې د ترخه  ناور سيمه د تېرو څلو  کلونو راهيسې د دولت دوسلوالو مخالفينو تر ټولو لوى او مرکز ته نږدې پټنځاى و.

 

هغه زياته کړه چې د ترخه ناور  څخه  له  يوې خوا يادې سيمې نارامه   وې او له بلې خوا  په پراخه کچه پکې د کوکنارو کر کيله هم کېده، خو سږ کال يې ديوه  پلان له مخې د امنيت د ټينګښت او کرل شويو کوکنار د له منځه وړلو په موخه په دې سيمه کې پرله پسې عمليات پيل کړې دي.

 

حقمل وايي چې وروستي عمليات  چې پرون ورځ پاى ته ورسيدل ديادې سيمې ډېرې ساحې تر امنيتي پوښښ لاندې راوستل شوې او ددولت ١٢ تنه وسلوال مخالفين په ترڅ کې يې ووژل شول.

 

د نوموړي په وينا، په دې عملياتوکې د دولت وسله والو مخالفينو سره د جګړي ترڅنګ د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين هم روان وو، چې پرمهال يې اوه ميله وسلې، زرګونه فيره دکلاشنکوف او پيکاه مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

 

د حاجي وزير په نامه يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل چې دوى له امنيتي ځواکونو سره مرستې ته تيار دي، خو دولت دې هم ددوى ستونزې هوارې کړي.

 

وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي خو ددوى دډلي يو تن وياند قاري يوسف احمدي وايې په ګرشک ولسوالۍ کې يې دبهرنيو ځواکو پر يوه پوځي موټر د ماين په چاودنه کې څلور  بهرني سرتېري وژل شوي دي. خو دا ادعا نه ده تاييد شوې.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.