جلال اباد ( پژواک، ٢ ورى ٩٢ ) : د لغمان مسوولين وايي چې د ماين په يوه چاودنه او نښته کې اتو تنو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پپېښه تېره شپه په يوولسو بجو د دې ولايت د الينګار ولسوالۍ اړوند د کندې رجعي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، شپږ تنه وسلوال طالبان چې غوښتل يې د سړک د غاړې ماين ځای پر ځای کړي، خپل ماين پرې الوتی چې له امله يې ددوى د يوه سرګروپ طيب الله په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نورو يې ټپي شوي دي.
د ځواک په وينا، دوه تنه نور وسلوال مخالفين د ملي اردو سره په يوه نښته کې په داسې حال کې وژل شوي چې غوښتل يې خپل مړي او زخميان له يادې سيمې څخه ولېږدوي.
د والي وياند وايي ، د مخالفينو دغه وړه ډلګۍ چې د الينګار ولسوالۍ د سنګره په سيمه کې يې په يو شمېر ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود لا له وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو تر څار لاندې وه.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن