ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال په ننګرهار کې د بيارغونې ١٥٠٠ پروژې پلې شوي

تېر کال په ننګرهار کې د بيارغونې ١٥٠٠ پروژې پلې شوي

author avatar
23 Mar 2013 - 15:08
تېر کال په ننګرهار کې د بيارغونې ١٥٠٠ پروژې پلې شوي
author avatar
23 Mar 2013 - 15:08

جلال اباد (پژواک ٣ ورى ٩٢): د ننګرهار چارواکو د بزګر د دوديزې ورځې پر مهال په ډاګه کړه، چې تېر کال يې د ٨٠ ميليونه ډالرو په  لګښت د بيارغونې پروژې ترسره کړې دي.

د بزګر دوديزه ورځ د وري په ٣مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د يو شمېر چارواکو، د نړيوالو موسسو د استازو او بزګرو په ګډون ونمانځل شوه.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د غونډې ګډونوالو ته د نوي کال او د بزګر دوديزې ورځې مبارکي ورکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې نوى کال په هېواد کې سوله او امنيت راشي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال په خپله وينا کې په دغه ولايت کې د تېر لمريز کال پر مهال د بيارغونې پر بهير لنډه رڼا واچوله او ويې ويل، چې  تېر کال په ټول ننګرهار کې د دولت او مرستندويه ټولنو په همکارۍ د بيارغونې شاوخوا ١٥٠٠ پروژې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې پر دغو پروژو ٨٠ ميليونه ډالر لګښت راغلى دى.

ګرديوال وايي: ((د پوهنې په برخه کې تېر کال ٢٥ ښوونځي جوړ شوي، ١٨ يې ترميم شوي او په لسګونه نور يې د احاطې له دېواله برخمن شوي دي.))

د ده په خبره، په تېر کال کې يوه ستره لاسته راوړنه، چې ننګرهار ولايت لرله، هغه د نغلو د برېښنا رالېږد دى او اوس يې عملاً د وېش چارې روانې دي.

نوموړي همداراز د حصارشاهي صنعتي پارک يادونه هم وکړه، چې د پرانيستې مراسم يې ترسره شوي او سوداګر کولى شي چې پانګونه په کې وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ په تېر کال کې د ګمرک او نورو ادارو له لارې ١٠ميليارده افغانۍ عايد درلود.))

د ولايت مرستيال وويل، چې د وړم کال په پرتله په ١٣٩١ کال کې د ګمرک عوايد ٢٠سلنه لوړ شوي دي.

ګرديوال زياتوي، چې د کانال او زراعت په برخه کې هم سترې لاسته راړونې لري؛ د شنو خونو، د چرګوړو د توليد فابريکه، د شودو د پروسس فابريکه او ٦٠٠٠ جريبه ځمکې ته د اوبو رسول يې د يادونې وړ کارونه دي.

مرستيال والي وايي، يو شمېر نورې وړې او لويې پروژې هم تر لاس لاندې دي، چې په تېر کال کې پيل شوي او کارونه يې لا هم جريان لري.

نوموړي وويل، په ١٣٩٢کال کې به د کانال رياست يوه ډېره لويه او اقتصادي پروژه، چې  ١٩ميليونه ډالرو لګښت پرې راځي ، پيل شي.

د ګرديوال په وينا، پر يادو پيسو به د کانال پروژه، چې ډېره مهمه پروژه ده، يو ځل بيا ورغول شي او د پخوا په څېر به بېرته پر خپلو پښو ودريږي.

هغه وويل، چې د ٩٢ميليونه افغانيو په لګښت به په روداتو کې دارالعلوم ته ودانۍ هم جوړه شي.

د والي مرستيال دغه راز زياته کړه، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې به د بهسودو پول او ورسره دوه نور پلونه ، چې ١٢ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي، ورغول شي او دغه راز د تورخم-جلال اباد دويم سړک به هم جوړ شي.

ياده دې وي، چې د بزګر د ورځې د نمانځې په خاطر يو شمېر شخصي توليدي شرکتونو خپل کرنيز توليدات نندارې ته وړاندې کړل او همداراز دغه ورځ په اتڼونو او ډولونو سره ونمانځل شوه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.