ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلک پوليس په ناسم چلند تورنوي

د ننګرهار خلک پوليس په ناسم چلند تورنوي

author avatar
23 Mar 2013 - 16:43
د ننګرهار خلک پوليس په ناسم چلند تورنوي
author avatar
23 Mar 2013 - 16:43

جلال اباد(پژواک ٣ ورى ١٣٩٢): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي د پوليسو له نا سم چلنده شکايت کوي او زياتوي، چې له امله يې د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته شوى دى.

د دغه ولايت د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي قاري نوراجان د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ډېرو ځايونو کې پوليس له ولس سره سم چلند نه کوي.

هغه زياتوي، چې د پوليسو د زده کړې کچه ټيټه ده او له خلکو سره د چلند په اصولو نه پوهېږي.

دى وايي: ((دوى نه پر خپلو حقوقو پوهېږي او نه د بل چا.))

نوراجان وويل، ډېرى پوليس د تلاشۍ په وخت کې عام خلک ځوروي او که چېرې يو څوک له خپلو حقوقو د دفاع په خاطر څه ووايي، نو بيا ورته ګواښنه کوي او ګوزار هم پرې کوي.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى خېبر هم له خلکو سره د پوليسو د ناسم چلند لامل د پوليسو د پوهې د کچې ټيټوالى په ګوته کوي.

دى وايي: ((يوه يا دوه مياشتې ترينينګ کې ښايي يو پوليس ايله د ټوپک په نيولو پوه شي نه له خلکو سره په چال چلند.))

د خيبر په وينا، پوليسو ته بايد په کافي اندازې سره زده کړې ورکړل شي تر څو له خلکو سره په چلند وپوهېږي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې يو شمېر پوليس بې ځايه څوک تهديد کړي او له قانون څخه د سرغړونې په جرم پوليس ته سزا ورکړل شي او دا به نورو پوليسو ته يو ښه درس و اوسي.

شېرعلي هم ورته خبره کوي او وايي، که چېرې د پوليسو لپاره اوږدمهال ښوونيز کورسونه جوړ شي نو ښايي له خلکو سره يې په چال چلند کې ښه والى راشي.

د پوځي چارو کارپوه محمد انور سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې پوليس شپه او ورځ د ټولنې پر خدمت بوخت وي، خو که چېرې يو پوليس له چا سره بد چلند وکړي، نو د ټولو خدمت پر اوبو ځي

هغه مني چې د پوليسو د مسلکي زده کړو کچه ټيټه ده او په مسلکي ساحه کې له ډېرو خلکو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه: ((زه پوليس نه ملامتوم؛ ځکه اکثره يې بې سواده دي، نو په کار ده چې دوى ته دومره زده کړه ورکول شي چې خپل حق او د بل حق خو وپېژني.))

سلطاني وويل، که چېرې د پوليسو لپاره اوږدمهال کورسونه جوړ شي او هغه پوليس چې پر چارو بوخت دي په نوبتي شکل ورته تدريس وشي نو له يوې خوا به امنيتي ستونزې راکمې شي او له بله پلوه به له ولس سره د حکومت واټن هم کم شي.

د هغه په وينا، د پوليسو په برخه کې چې يواځېنۍ ستونزه موجوده ده، هغه له ولس سره د دوى ناوړه چلند دى.

نوموړي زياته کړه، چې د پوليسو د همدغه ناسم چلند له امله د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله پيدا شوې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي هم وايي، چې يو شمېر پوليس له خلکو سره ښه رويه نه کوي او دوى ته هم په دې اړه شکايتونه شوي دي.

دى زياتوي، چې ډېرى پوليس يې په همدغه ناسم چلند له امله له يوه ځايه بل ځاى ته تبديل کړي دي:

ده زياته کړه: ((موږ اوس د پوليسو د زده کړې د کچې لوړولو په موخه څلور مياشتيني او دوه مياشتني کورسونه لرو، چې په نوبتي شکل يې ورته لېږو، خو اکثره پوليس مو په مسلکي زده کړو سمبال شوي.))

نوموړى وايي، چې د تېرو وختونو په پرتله اوس دغه ستونزه کمه شوې او نوره هم مخ په کمېدو ده.

د ده په خبره، چې له يوې خوا مسلکي کورسونه او له بله پلوه د ځينو پوليسو مجازات کېدل هغه څه دي چې دغه ستونزه يې يو څه کمه کړې ده.

هاشمي زياتوي، هغه پوليس چې له خلکو سره په ناسم چلند تورن دي، مجازات شوي دي.

نوموړي پر هېوادوالو غږ وکړ، چې که د ننګرهار په هر سيمه کې ورسره پوليس بد چلند وکړي نو د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ته دې خپل شکايت وسپاري تر څو ورسره قانوني چلند وکړي.

د ننګرهار د پوليسو اکاډمۍ قوماندان سمونوال مفاد خان رحميزي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه له شپېتو زرو زيات پوليس له اکاډمۍ فارغ کړي دي.

د هغه په وينا، د هېواد له ډېرى ولايتونوورته د مسلکي زده کړو په موخه پوليس ور استول کيږي چې دوى ورته د شپاړس اونيزو او اته اونيزو روزنيز کورسونه دايروي او پوليس په مسلکي زده کړو سمبالوي.

د مفاد خان په وينا، د روزنيزونو کورسونو پر مهال د نورو زده کړو ترڅنګ پوليسو ته د اخلاقو او له خلکو سره د سم چلند په اړه هم زده کړې ورکوي، خو دا چې ځيني پوليس له خلکو سره سمه رويه نه کوي، سمې زده کړې به يې نه وي ترلاسه کړې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.