ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات لوبډله د اتو زونونو په فوټبال سياليو کې اتله شوه

د هرات لوبډله د اتو زونونو په فوټبال سياليو کې اتله شوه

author avatar
23 Mar 2013 - 12:36
د هرات لوبډله د اتو زونونو په فوټبال سياليو کې اتله شوه
author avatar
23 Mar 2013 - 12:36

کندهار (پژواک ٣ ورى ٩٢): په کندهار کې د اتو زونونو ترمنځ د فوټبال د پيل شوو سياليو اتلولي هرات لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو په لړ کې هرات او جوزجان لوبډلې پايلوبې ته وتلې وې، چې تېر مازيګر يې تر منځ لوبه وشوه.

د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر مدير اغا د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جوزجان لوبډلې هرات لوبډلې ته يو ګول ورکړ، خو هرات لوبډلې يې پر وړاندې پنځه ګولونه ووهل، چې په دې توګه لوبه هرات لوبډلې وګټله.

هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې د اتو زونونو تر منځ د فوټبال په پيل شوو سياليو کې هرات لوبډلې لومړى او جوزجان لوبډلې دويم مقام ترلاسه کړ.

د تېرې پنجشنبې په ورځ لومړۍ لوبه د خوست او جوزجان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې دوه پر دوه مساوي پاى ته ورسېده، وروسته لوبڅار لوبه د شلو دقيقو لپاره وغځوله، چې په وروستيو کې يې جوزجان دوه ګولونه ووهل او لوبه يې د ځان په ګټه پاى ته ورسوله.

دويمه لوبه د کندهار او هرات لوبډلو تر منځ وه، د لوبې په اوږدو کې يوه لوبډله هم و نه توانېده، چې ګول ووهي، دا لوبه هم د شلو دقيقو لپاره وغځول شوه او فاينلټي وشوه، کندهار لوبډلې دوه ګولونه ووهل، خو هرات لوبډلې درې ګوله ووهل او په دې توګه يې دا لوبه وګټله.

په کندهار کې د اتو زونونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د کب په ٢٢مه په احمدشاهي لوبغالي کې پيل شوې وې، چې ١٣ ورځې يې دوام وکړ.

دغه سيالۍ د هېواد په کچه د فوټبال د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په کې کابل، هرات، هلمند، جوزجان او پنجشېر په اې ګروپ کې او کندهار، خوست، جلال اباد او بدخشان په بي ګروپ کې ولوبېدل.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.