ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر حامدکرزى قطر ته ځي

ولسمشر حامدکرزى قطر ته ځي

author avatar
23 Mar 2013 - 18:17
ولسمشر حامدکرزى قطر ته ځي
author avatar
23 Mar 2013 - 18:17

کابل (پژواک ،٣ ورى ٩٢ ) : ولسمشر کرزى به د قطر د امير په بلنه دغه هېواد ته ولاړ شي او  له قطري چارواکو سره به د افغانستان د سولې پروسې او د دوه اړخيزه اړيکو د پراختيا په اړه   خبرې وکړي.

دغه څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي د وري په ٣مه   له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

  فيضي  زياته کړه ، چې ولسمشر به په دې رسمي سفر کې د قطر له چارواکو سره  د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي .

د ولسمشر وياند که څه هم ددې سفر د کره نېټې په اړه څه ونه ويل ، خو ويل کيږي ، چې په روانه مياشت کې به تر سره شي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي ، چې د سولې د خبرو په موخه په قطر کې وسله والو طالبانو ته دفتر پرانيستل شي .

دغه راز  له ډيرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه هوکړه ليک کار کوي ، چې له مخې به يې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو دفتر جوړ شي .

خو افغان دولت په ټينګار سره ويلي، تر هغه به دا دفتر جوړ نه شي ، چې وسله وال طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره د نېغو خبرو اعلان وکړي.

طالبانو ويلي ، چې د  افغانستان له دولت سره خبرې نه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.