کابل (پژواک ٤ورى ٩٢) : د ولسي جرګې امنيتي کمېسيون وايي، د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه د ولسمشر فرمان په بشپړ ډول نه دى پلى شوى او يو شمېر امنيتي کمپنۍ اوس هم فعاليت کوي ، خو د کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې سمې نه بولي.
د خصوصي کمپنيو د موضوع په اړه نن د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې مرستيال لوى پاسوال جميل جنبش ورغوښتل شوى و .
په ولسي جرګه کې د کندهار استازي او د ياد کمېسيون غړي لالي حميدزي وويل ، چې يو شمېر خصوصي امنيتي کمپنۍ اوس هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي او په دې برخه کې د ولسمشر حامد کرزي فرمان نه دى عملى شوى .
ولسمشر حامد کرزي د ١٣٨٩کال د زمري په مياشت کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د لغوه کېدو فرمان صادر کړ او دغه کپمنۍ يې له دولت سره موازي حکومتونه وبلل.
لالى وايي، هغه امنيتي کمپنۍ ، چې اوس هم فعاليت کوي،په لوړپوړيو دولتي چارواکو پورې اړه لري .
هغه د کومې کمپنۍ نوم نه اخلي، خو زياتوي : ((دغه کمپنۍ د هغو کسانو دي ، چې په ارګ کې دي، وزيران دي او يا هم د ملي شورا غړي دي .))
لالى وايي ، چې خصوصي امنيتي کمپنۍ وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي او د هېواد امنيت يې له ګواښ سره مخ کړى دى .
د ده په وينا، که د کورنيو چارو وزارت په يواځې ځان نشي کولاى ، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو د فعاليت مخه ونيسي، نو د ولسي جرګې د کورني امنيت له کمېسيون څخه دې د مرستې غوښتنه وکړي .
د کورني امنيت کمېسيون بل غړي او په ولسي جرګه کې د کابل استازې نظيفې ذکي هم وويل ، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو په برخه کې د ولسمشر فرمان په ټوليزه توګه نه دى عملى شوى .
ذکي د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې د افغانستان امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا د ولسمشر له فرمان وروسته امر کړى، چې ځينې امنيتي کمپنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شي.
دغه راز د کونړ استازي محمدصالح هم د ذکي خبرې تاييد کړې او ويې ويل ، چې امنيت شورا په دې برخه کې ځان له ولسمشر څخه پورته بللى دى .
د هغه په وينا، د امنيت شورا دا واک نه لري ، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو د کار موده اوږده کړي .
صالح د کومې کمپنۍ د نوم له يادولو پرته وويل، چې خصوصي امنيتي کمپنيو د هېواد په ناامنه کولو کې رول لري ، پر سړک يې ماينونه خښوي او وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.
خو د کورنيو چاو وزرات د عامه ساتنې مرستيال لوى پاسوال جميل جنبش وويل،چې په ياده برخه کې د ولسمشر فرمان په ټوليزه توګه عملي شوى دى .
هغه وويل، چې په ټول هېواد کې ١٠٩ خصوصي امنيتي کمپنۍ وې ، چې ٥٧ يې په غيرقانوني او ٥٢ يې په قانوني ډول فعاليت کاوه .
ده زياته کړه ، چې له قانوني کمپينو څخه د اتو او له ناقانونه څخه د ٥٧ واړو د فعاليت مخه نيول شوې او له قانوني کمپينو څخه اته يې د کورنيو چارو وزارت په چوکات کې تنظيم شوې دي .
د هغه په وينا، يادې اته کمپنۍ ، چې د فعاليت مخه يې نيول شوې، پر دولتي لوړپوړو چارواکو پورې اړوند وې .
ده وويل ، چې پاتې ٣٥ نورې هغه کمپنۍ دي ، چې د ژنيوا دکنوانسيون له مخې کولاى شي ، د سفارتونو او ځينو نورو ادارو کورنى امنيت وساتي .
خو دى وايي، چې دغه کمپنۍ د اړوندې ادارې له ودانۍ بېرون د فعاليت حق نه لري .
جنبش زياته کړه ،چې د ملي امنيت شورا مشر هم ويلي و، چې د ژنيوا تړون له مخې، امنيتي کمپنۍ کولاى شي ، چې د سفارتونو او ځينو نورو ادارو کورنى امنيت وساتي .
هغه زياته کړه ، چې دا مهال يواځې د هرات – فراه پر لويه لار د اريا په نوم يوه امنيتي کمپنۍ ، فعاليت کوي، خو ډير ژر به هغه هم د کورنيو چارو وزارت په چوکات کې تنظيم شي .
دى وايي : (( که تاسو کومه بله امنيتي کمپنۍ پيدا کړه ، چې فعاليت کوي ، نو بيا راشئ ما عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړئ. ))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن