ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه د ولسمشر فرمان په بشپړ ډول نه دى پلى شوى

د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه د ولسمشر فرمان په بشپړ ډول نه دى پلى شوى

author avatar
24 Mar 2013 - 16:27
د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه د ولسمشر فرمان په بشپړ ډول نه دى پلى شوى
author avatar
24 Mar 2013 - 16:27

کابل (پژواک ٤ورى ٩٢) : د ولسي جرګې امنيتي کمېسيون وايي، د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه د ولسمشر فرمان په بشپړ ډول نه دى پلى شوى او يو شمېر امنيتي کمپنۍ اوس هم فعاليت کوي ، خو د کورنيو چارو وزارت  دغه څرګندونې سمې نه بولي.

د خصوصي کمپنيو د موضوع په اړه نن د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې مرستيال لوى پاسوال جميل جنبش ورغوښتل شوى و .

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي او د ياد کمېسيون غړي لالي حميدزي وويل ، چې يو شمېر خصوصي امنيتي کمپنۍ اوس هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي او  په دې برخه کې د ولسمشر حامد کرزي فرمان نه دى عملى شوى .

ولسمشر حامد کرزي د ١٣٨٩کال د زمري په مياشت کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د لغوه کېدو فرمان صادر کړ  او دغه کپمنۍ يې  له دولت سره موازي حکومتونه وبلل.

لالى وايي، هغه امنيتي کمپنۍ ، چې اوس هم فعاليت کوي،په لوړپوړيو دولتي چارواکو پورې اړه لري .

هغه د کومې کمپنۍ نوم نه اخلي، خو زياتوي : ((دغه کمپنۍ د هغو کسانو دي ، چې په ارګ کې دي،  وزيران دي او يا هم د ملي شورا غړي دي .))

لالى وايي ، چې خصوصي امنيتي کمپنۍ وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي او د هېواد امنيت يې له ګواښ سره مخ کړى دى .

د ده په وينا، که د کورنيو چارو وزارت په يواځې ځان نشي کولاى ، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو د فعاليت مخه ونيسي، نو د ولسي جرګې د کورني امنيت له کمېسيون څخه دې د مرستې غوښتنه وکړي .

د کورني امنيت کمېسيون بل غړي او په ولسي جرګه کې د کابل استازې نظيفې ذکي  هم وويل ، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو په برخه کې د ولسمشر فرمان په ټوليزه توګه نه دى عملى شوى .

ذکي د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې د افغانستان امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا د ولسمشر له فرمان وروسته  امر کړى، چې ځينې امنيتي کمپنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شي.

دغه راز د کونړ استازي محمدصالح هم د ذکي خبرې تاييد کړې او ويې ويل ، چې امنيت شورا په دې برخه کې ځان له  ولسمشر څخه پورته بللى دى .

د هغه په وينا، د  امنيت شورا دا واک نه لري ، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو د کار موده اوږده کړي .

صالح د کومې کمپنۍ د نوم له يادولو پرته وويل، چې خصوصي امنيتي کمپنيو د هېواد په ناامنه کولو کې  رول لري ، پر سړک يې  ماينونه خښوي او وسله والو طالبانو ته  وسلې ورکوي.

خو د کورنيو چاو وزرات د عامه ساتنې مرستيال لوى پاسوال  جميل جنبش وويل،چې په ياده برخه کې د ولسمشر فرمان په ټوليزه توګه عملي شوى دى .

هغه وويل، چې په ټول هېواد کې ١٠٩ خصوصي امنيتي کمپنۍ وې ، چې ٥٧ يې په غيرقانوني او ٥٢ يې په قانوني ډول فعاليت کاوه .

ده زياته کړه ، چې له قانوني کمپينو څخه د اتو او له ناقانونه څخه د ٥٧ واړو د فعاليت مخه نيول شوې او له قانوني کمپينو څخه اته يې د کورنيو چارو وزارت په چوکات کې تنظيم شوې دي .

د هغه په وينا، يادې اته کمپنۍ ، چې د فعاليت مخه يې نيول شوې، پر دولتي لوړپوړو چارواکو پورې اړوند وې .

ده وويل ، چې پاتې ٣٥ نورې  هغه کمپنۍ دي ، چې د ژنيوا دکنوانسيون له مخې کولاى شي ،  د سفارتونو او ځينو نورو ادارو کورنى امنيت وساتي .

خو دى وايي، چې دغه کمپنۍ د اړوندې ادارې له ودانۍ بېرون د فعاليت حق نه لري .

جنبش زياته کړه ،چې د ملي امنيت شورا مشر هم ويلي و، چې د ژنيوا تړون له مخې، امنيتي کمپنۍ کولاى شي ، چې د سفارتونو او ځينو نورو ادارو کورنى امنيت  وساتي .

هغه زياته کړه ، چې دا مهال  يواځې د هرات –  فراه پر لويه لار د اريا په نوم يوه امنيتي کمپنۍ ،  فعاليت کوي، خو  ډير ژر به هغه هم د کورنيو چارو وزارت په چوکات کې تنظيم شي  .

دى وايي : (( که تاسو کومه بله امنيتي کمپنۍ پيدا کړه ، چې فعاليت کوي ، نو بيا راشئ ما عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړئ. ))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.