ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درې قوماندانانو په ګډون د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو خبر  ورکړل شو

د درې قوماندانانو په ګډون د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
25 Mar 2013 - 16:57
د درې قوماندانانو په ګډون د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو خبر  ورکړل شو
author avatar
25 Mar 2013 - 16:57

جلال اباد ( پژواک، ٥ ورى ٩٢ ) : د لغمان چارواکي وايي، چې د ايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې ددرېيو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال محمد نعمان هاتفي د وري په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه يوه ډله وسله وال مخالفين ددې ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د ابوزيو په سيمه کی راټول شوي وو.

هغه زياته کړه ، چې دغه مخالفين د ايساف له خوا کشف او د هوا له لارې يې پرې بمبار وکړ، چې په ترڅ کې يې ددرېيو قوماندانانو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي دي.

هاتفي وايي، چې د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پراته دي او تر لومړنيو څېړنو وروسته يې به يې جسدونه دسيمې اوسېدونکو ته وسپارل شي.

د ابو زيو دسيمې يو اوسېدنکى عبيدالله وايي، چې تېره شپه يې په سيمه کې جنګ شوى، خو دى د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو ددې هوايي بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ددې ولايت په الينګار ولسوالۍ او مهترلام ښا رکې پر پوستو د شويو بريدونو کې د يو شمېر کورنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

نن سهار هم ددې ولايت مسوولينو د مهترلام اړونده سيمه کې د کورنيو ځواکونو په يوه بريد کې دشپږو وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.