ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې د پوليسو ديوه قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل

author avatar
25 Mar 2013 - 15:31
author avatar
25 Mar 2013 - 15:31

لښکرګاه ( پژواک ٥ ورى ٩٢ ) : د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د پوليسو ديوه قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل شول.

د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا نهه نيمو بجو د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور سيمې د امير بلند په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د پوليسو په يوه مو‌ټر هغه مهال وشوه، کله چې د کوکنارو دکښت داړولو کمپاين لپاره روان و.

ځواک وويل ، چې په دې چاودنه کې دپوليسو ديوې پوستې د قوماندان په ګډون دوه پوليس وژل شوي او يو تن ټپي دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي نياز محمد پژواک اژانس ته وويل ، چې د پوليسو وژل شوى قوماندان محمد ولي نومېده او په سيمه کې يې ډېر شهرت درلود.

د نوموړي په وينا، محمد ولي د وسله والو طالبانو پر ضدپه ټولو پوځي فعاليتونو کې پراخه ونډه درلوده .

وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.