جلال اباد (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر د دې ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ماين له چاودنې روغ وتلى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيت پر امر سمونوال معصوم خان هاشمي نن ماښام شاوخوا شپږ بجې په مومندرې ولسوالۍ کې د ماين چاودنه شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د رېنجر موټر يوه برخه يې ويجاړه شوې ده.
د امنيت امر معصوم خان هاشمي پژواک ته وويل، چې د مومندرې د ليدو په موخه دې ولسوالۍ ته تللى و، چې په لاره کې ورباندې ولسوالۍ ته څېرمه چاودنه وشوه.
د ده په وينا: “په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، دى او کسان يې روغ رمټ دي.”
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن