ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رقيه اڅکزۍ: د کندهار مېرمنو ته پارک او سوداګريز مارکېټ جوړوو

رقيه اڅکزۍ: د کندهار مېرمنو ته پارک او سوداګريز مارکېټ جوړوو

author avatar
25 Mar 2013 - 16:29
رقيه اڅکزۍ: د کندهار مېرمنو ته پارک او سوداګريز مارکېټ جوړوو
author avatar
25 Mar 2013 - 16:29

کندهار (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د کندهار ولايت د ښځو چارو رييسه وايي، په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې د دغه ولايت د مېرمنو لپاره د يوه پارک، سوداګريز مارکېټ، د فاتحې خونې او بېکرۍ (کلچه پزۍ) جوړولو پلان لري.

د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ، چې نن د وري په ٥مه يې د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وويل، د دغو ودانيو جوړولو لپاره د کندهار ښار په عينو مېنه کې ځمکه ځانګړې شوې ده.

هغې ونه ويل، چې د ودانيو پر جوړولو څومره لګښت راځي، خو زياته يې کړه، چې په دې اړه يې د ښځو چارو وزارت ته وړانديز کړى او هغوى ورسره منلى دى.

د نوموړې په وينا، په کندهار کې به د مېرمنو لپاره د سوداګريز مارکېټ په جوړولو سره مېرمنې د دې جوګه شي، چې د خپلو لاسي صنايعو ډېره ګټه چې اوس نورو ته رسېږي، په خپله هغوى ترلاسه کړي.

اڅکزۍ په ١٣٩١ لمريز کال کې په کندهار کې د مېرمنو د وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دغه کال کې يې د مېرمنو ١٥٩ حقوقي پېښې ثبت کړې، چې ٣١ يې له کوره تېښته، ٦ د طلاق، ١٧ د ميراث او پاتې يې هم د نارينه وو او هم ښځينه وو له خوا پر ښځو د تاوتريخوالي پېښې دي.

هغې زياته کړه، رياست توانېدلى، چې يوازې له دې ډلې ١٥ حقوقي موضوعګانې فيصله کړي.

نوموړې بې سوداي، ټيټ اقتصاد، نشه يي توکي او کلتوري مسايل د ښځو پر وړاندې عمده ستونزې وګڼلې.

خو دې زياته کړه، چې د دغو مواردو د را کمولو لپاره يې په تېر کال کې د کندهار ښار او ولسواليو سلګونو مېرمنو ته ګڼ شمېر د حرفوي زده کړو او عامه پوهاي ورکشاپونه او روزنيز پروګرامونه هم ترسره کړي دي.

رقيې اڅکزۍ په اداري برخه کې د رياست يو شمېر ستونزې هم يادې کړې او ويې ويل، چې په تېر کې يې اتلس ښځينه مديرانې او مامورينې لرلې، خو په ١٣٩١ لمريز کال کې دغه شمېره ٧ مديريتونو ته را ټيټه شوه، چې يوازې يو يو تن په کې کار کوي.

دې وويل، په دې اړه يې له اړوند وزارت سره ستونزه شريکه کړې او له هغوى يې غوښتنه کړې، چې د کندهار ستونزو ته په پام سره بايد دغه شمېره بېرته لوړه شي.

د ښځو چارو رييسې د انکشافي بوديجې نشتوالى هم يوه جدي ستونزه ياده کړه او ويې ويل، هغوى اوسمهال يوازې عادي بوديجه لري، چې يوازې ورباندې خپلې اداري چارې ترسره کوي، په داسې حال کې چې مېرمنې د ډېر کار تمه ترې لري.

هغې په کندهار کې د امن کور نشتوالى هم يوه ستونزه وګڼله، خو ويې ويل، چې د جوړېدو لپاره يې تدابيري پلان او ملاتړ ته اړتيا ده؛ ځکه ډېر وګړي دلته د امن کور جوړولو مخالفت کوي.

د دې په خبره، اوسمهال يوازې په مرکز کابل او هرات ولايتونو کې د امن کور په نوم ادارې شته، چې بې سرپرسته او له تاوتريخوالي سره مخامخ مېرمنې په کې ساتل کېږي.

رقيې اڅکزۍ ژمنه وکړه، چې په روان لمريز کال کې به د کندهار د مېرمنو لپاره د مرستندويه ادارو په مرسته ډېر کارونه ترسره کړي، تر څو مېرمنې هم له تاوتريخوالي خلاصې شي او هم يې اقتصاد پر پښو ودرېږي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.