ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”طالبانو سره د سولې په خبرو کې دامریکا او افغانستان ترمنځ اختلافات نشته”

”طالبانو سره د سولې په خبرو کې دامریکا او افغانستان ترمنځ اختلافات نشته”

author avatar
25 Mar 2013 - 23:14
”طالبانو سره د سولې په خبرو کې دامریکا او افغانستان ترمنځ اختلافات نشته”
author avatar
25 Mar 2013 - 23:14

کابل (پژواک ۵ وری ۹۲ ) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته.

جان کیري دغه څرګندونې د وري په ۵مه، ماښام ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدنې وروسته هغه سره په یوه ګډه خبري کانفرانس کې وکړې.

تر دې مخکې هغه په یوه ناڅاپي او غیر اعلان شوي کابل ته رسیدلی و.

جان کیري په دغه  خبري غونډه کې زیاته کړه چې هیواد یې دسولې په پروسه او راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو په شفافه ترسره کولو د ولسمشر حامد کرزي د پلانونو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د واشنګټن او کابل ته ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته.

کیري وویل : (( دسولې په پروسه کې موږ او کابل یو دریځ لرو.))

جان کیري چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته افغانستان په لومړی سفر راغلی، په ازاده او شفافه توګه د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو د ترسره کولو په برخه کې دافغان حکومت او په ځانګړې توګه دولسمشر حامد کرزي د هلو ځلو ستاینه او هرکلی یې وکړ.

ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶مه ترسره شي.

نوموړي یو ځل بیا افغانستان سره د خپل هیواد له لوري داوږود مهاله مرستو ژمنه تکرار کړه او ویې ویل چې دوی په افغانستان کې دسیاسي ، امنیتي او اقتصاد لیږد څخه ملاتړ کوي.

ولسمشر حامد کرزي په دې خبري غونډه کې وویل چې افغانستان د بګرام  زندان دانتقال او د میدان وردګو ولایت له نرخ ولسوالۍ څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو هرکلی کوي.

هغه دامنیتي چارو دلیږد په اړه زیاته کړه چې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړ، چې افغان ملي ځواکونه په ټوله معنی د خپل هیواد دامنیت ساتلو او له خپلې خاورې څخه دفاع ته چمتو دي .

د سولې د پروسې په اړه ولسمشر کرزي وویل چې افغانستان په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانستلو سره موالقه کړې او قطرته په نږدې راتلونکي کې دسفر پر مهال به ددغه هیواد له چاوراکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه چې د سولې خبرې اترې او په قطر کې دطالبانو دفتر پرانستل به په هیواد کې دسولې او امنیت تامینولو لپاره ګټور ثابت شي.

هغه په ټینګار سره وویل چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې له خپلو لاسته راوړنو څخه دفاع کوي او په هره لاره چې وي له دې څخه به ساتنه کوي.

حامد کرزي د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانستان دیوه خپلواک او ازاد هیواد په توګه چې ملي حاکمیت یې تامین وي، امریکا سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته په سفر راغلی، چې له تیرو څو اوونیو راهیسې د کابل او واشنګټن اړیکې د ولسمشر کرزي د وروستیو څرګندونو له امله ترینګلې شوې وې.

ولسمشر کرزي تیره میاشت په خوست او کابل کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته چې له امله یې ګڼ شمیر ملکي وګړي ووژل شول، ویلي وو، چې امریکا او طالبان هره ورځ په قطر او اروپا کې په خبرو میشت دي او سره متحد شوي دي.

د همدې ناندریو پر مهال د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل کابل ته راغی او ټاکل شوې وه، چې د بګرام زندان چارې وسپارل شي، خو دغه کار وځنډول شو.

جان کیري اوس په داسې حال کې کابل ته راغلی چې نن د بګرام زندان چارې په بشپړه توګه افغان لوري ته وسپارل شو.

په کابل کې دامریکا سفارت د جان کیري تر راتګ وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې  کابل ته د  جان کيري د سفر موخه له افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو ستراتيژيک مشارکت په ډاګه کول او  د سياسي، اقتصادي او امنيتي لېږد له پړاو سره د امريکا د ملاتړ څرګندول دي.

سرچينې زياته کړې، چې جان کيري به د دې سفر په ترڅ کې ولسمشر کرزي ، نوروافغان چارواکو او همدا ډول د مدنې ټولنې له استازوسره وګوري .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې کيري به له افغان چارواکو سره د متحده ايالاتو د هڅواو ګډ کار په اړه خبرې وکړي، چې  څرنګه کولای شي د  تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي  او څرنګه خپله هغه ګډه موخه ، چې هغه يوخپلواک، متحد، بريالی، با ثباته او با امنه افغانستان دی ، وده ورکړي.

افغانستان ته له راتګ څخه مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دغه ليدنه تېره شپه په عمان هېواد کې شوې او د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني سره يې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه هم خبرې کړې دي.

د دې ليدنې پر مهال په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پروسې او د سيمې امنيت په اړه بحث شوى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پرون په ناڅاپي ډول عراق ته رسېدلى و او بيا له هغه ځايه اردن ته ولاړ او تېره شپه يې په عمان کې تېره کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په داسې حال کې منځني ختيځ ته سفر وکړ ، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ولسمشر حامد کرزى هم د منځني ختيځ هېواد قطر ته سفر وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.