اسعداباد (پژواک، ٥ ورى ٩٢): د کونړ والي وايي چې له ډيورنډ کرښې اخوا د پاکستاني پوځ له لوري د دې ولايت پر دانګام ولسوالۍ ٢٧ توغندي راويشتل شوي دي.
د کونړ والي سيدفضل الله واحدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا توغندي نن (د وري ٥مه) له ماسپښين وروسته د دانګام پر زوړ برول، کچلې او سره کمر سيمو لګېدلي دي.
ده زياته کړه، په دې بريدونو کې چاته د سر زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيانونه لري.
له کابو پنځو مياشتو راپدېخوا دغه توغندي بند شوي وو، چې اوس يوځل بيا پيل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن