ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
27 Mar 2013 - 16:33
د غزني ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
27 Mar 2013 - 16:33

غزني ښار (پژواک ۷ وری ۹۲): په غزني کې د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د غزني د پوهني رييس احسان الله ناشر د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ٦٠٠ ښوونځي فعاليت لري.

خو هغه زياته کړه، چې له دغو ښوونځيو يواځې د نيمايي و يې ودانۍ شته او پاتې ٥٠ سلنه نور ودانۍ نه لري.

د نوموړي په وينا، کوم ښوونځي چې ودانۍ نه لري، زده کوونکي يې په خېمو او يا هم تر ونو لاندې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((دا يوه ډېره لويه ستونزه ده، کله چې باد، باران، او يا هم زياته ګرمي وي، نو دوى اړ شي چې زده کوونکي رخصت کړي.))

د ناشر په وينا، دغه کار د زده کوونکو د زده کړې بهير ټکنى کوي او د زده کوونکو راتلونکي ته هم زيان رسوي.

د پوهنې رييس له اړوند وزارت څخه وغوښتل، چې دې ستونزې ته دې پاملرنه وکړي او بايد ژر تر ژره د هغو ښوونځيو لپاره چې ودانۍ نه لري، ودانۍ جوړې کړي.

ناشر وايي، چې تېر کال هم ورسره د پوهنې وزارت ژمنه کړې وه او سږ کال يې هم ژمنه کړې چې نږدې ۳۳ ښوونځيو ته به ودانۍ جوړوي.

د هغه په وينا، که چېرې ورسره د پوهني وزارت په خپله ژمنه ودرېږي نو دا ودانۍ به د غزني ولايت په يو شمېر ولسواليو کې جوړې کړې.

بلخوا د دغه ولايت ګڼ شمېر زده کوونکي هم د سرپناه ستونزه د خپلو زده کړو پر وړاندې لوى خنډ بولي.

د اندړو ولسوالۍ د شهاب الدين لېسې يوه زده کوونکي محمدنور پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال په سره لمر کې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((کله چې هم باران او يا هم بله څه خبره وي، نو دوى بيا رخصت شي او له زده کړې پاتې او وخت يې ضايع شي.))

محمدنور وايي، هر کال له دوی سره ژمنه کېږې چې ښوونځي ته يې ودانۍ جوړېږي، خو بيا هم دغه کار ونه شي.

د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ څو ورځې مخکې د نوي تعليمي کال د پيل پر مهال وويل، چې دوى تېر کال هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې او په پلان کې لري چې په دغه کال کې يې هم جوړې کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.