ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-جلال اباد لاره بشپړه خلاصه شوه

د کابل-جلال اباد لاره بشپړه خلاصه شوه

author avatar
27 Mar 2013 - 08:48
د کابل-جلال اباد لاره بشپړه خلاصه شوه
author avatar
27 Mar 2013 - 08:48

جلال اباد (پژواک ٧ ورى ٩٢): د کابل-جلال اباد لويه لار، چې د درونټې په سيمه کې د غره ښويېدو له امله تړل شوې وه، په بشپړه توګه د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.

د کابل=جلال اباد لويه لار درې ورځې مخکې د درونټې تونل په ٢٠٠مترۍ د لغمان په ساحه کې د غره ښوويېدو له امله تړل شوې وه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار او لغمان د فوايد عامې رياستونو او د ملي اردو سرتېرو د هلو ځلو په پايله کې تېره ورځ ناوخته په بشپړه توګه خلاصه شوه.

هغه زياته کړه، چې که څه هم د وړو موټرو لپاره د قرغيو بديله لار لري، خو د لويو موټرو لپاره بيا همدا يواځېنۍ لار ده.

ځواک وايي، که چېرې لاره په دوامداره توګه وتړل شي او يا هم د ورښتونو پر مهال د غره ښويېدو پېښې رامنځته شي، ښايي ګڼې ستونزې راولاړې کړي.

نوموړي وويل، دوى په هڅه کې دي چې په راتلونکي کې د ياد غره د ښويېدو مخنيوى وکړي، تر څو بيا دا ډول ستونزه تکرار نه شي.

ځواک زياته کړه: ((يو څو لويې تېږې شته هغو ته هم تصميم نيسو ښايي انفجاريه موادو په واسطه هغه هم ماتې کړو، تر څو د راتلونکې ستونزې څخه خلاص شو.))

سوداګر روزي خان پژواک اژانس ته وويل، چې يادې لارې ورته ګڼ تاوانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې په توقف کې پرې د لاريو کرايه هم ورغلې او توکي يې پر خپل وخت ځاى ته نه دي رسېدلي.

نوموړى پر دولت غږ کوي، چې په راتلونکي کې دې د دې ډول ستونزو مخنيوى وکړي.

د يادونې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د کابل-جلال اباد لويه لاره په درونټه ، ماهيپر او لته بند سيمو کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.