ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې دوه طالبان او دوه پوليس وژل شوي

هلمند کې دوه طالبان او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
27 Mar 2013 - 14:47
هلمند کې دوه طالبان او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
27 Mar 2013 - 14:47

لښکرګاه-جلال اباد (پژواک ٧ ورى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په ځينو امنيتي پېښو کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عمر ځواک د وري  په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د مارجې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه کې  د پوليسو پر يوه  موټر د ماين چاودنې دوه پوليس وژلي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې دا چاودنه د کوکنار اړولو د کمپاين  پر مهال شوې ده.

د والي وياند دغه راز وويل، چې تېره ورځ  د ګرمسېر ولسوالۍ  په  بې نادر سيمه کې هم ناوخته د يوه  پوليس او يوه  وسله وال طالب تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې طالب وژل شوى او پوليس ټپي  دى.

 په همدې حال کې د مارجي ولسوالۍ مسوولين د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې تېره شپه د سيستاني په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه  شوې، چې په پايله کې يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بلخوا په ګرشک ولسوالۍ کې نن سهار لس بجې د نورزو په کلي کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه  شوې، چې د چارواکو په خبره، د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات نه لري.

طالب وياند د يادو پېښو په اړه وايي، د ترخه ناور په  سيمه کې يې د ماين په چاودنه کې  د علي محمد  په نوم قوماندان  له اوو نورو پوليسو سره وژلى او دغه راز په سيستاني سيمه کې يې هم د  يوه قوماندان نورالله او ورسره د څلورو کسانو د وژلو ادعا کړې ده.

نوموړي د ګرشک د پېښي مسووليت هم پر غاړه اخيستى او وايي، چې په ټانک کې  سپاره  دوه  بهرني سرتېري يې وژلي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هلمند امنيت خراب شوى، تېره ورځ په ګرمسېر ولسواليو کې لسګونه وسله وال طالبان  او يو شمېر پوليس وژل شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دوه لېږدونکي له ١٧ کيلوګرامه ترياکو سره نيول شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې ياد توکي نن سهار په بهسودو ولسوالۍ کې، چې په يو کرولا موټر کې لېږدول کېدل، له دوو تنو سره يو ځاى نيول شوي دي.

د ده په خبره، دغه ترياک له کونړ ولايت څخه جلال اباد ته لېږدول کېدل چې نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند سيمه کې ونيول شول.

دى وايي، چې د يادو دواړو کسانو قضيې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې دفتر ته لېږل شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.