ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

author avatar
28 Mar 2013 - 19:08
د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو
author avatar
28 Mar 2013 - 19:08

جلال اباد (پژواک، ٨ ورى ٩٢): د لغمان امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د وري اتمه) له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د اليشنګ په ده قاضي او اسلام اباد کليو کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې څلور ساعته نښته کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د مخالفينو ٦ مړي په سيمه کې پراته دي، خو د يوه جسد يې له ځان سره لېږدولى دى.

دى وايي، په دې نښته کې چې اوسمهال پاى ته رسېدلې، يو پوليس هم ټپي شوى دى.

خو د اسلام اباد د کلي اوسېدونکى سليمان بيا وايي، چې په سيمه کې اوس هم (د ماښام شاوخوا اووه بجې) خال خال ډزې روانې دي او خلک له کورونو څخه نه وځي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.