مزارشريف (پژواک ٨ ورى ۹۲): د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د يوې لېسې درې ښوونکي د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وري په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ماښام درې ښوونکي د دولت اباد ولسوالۍ د مرکز او د هاشم اباد سيمې تر منځ ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې درې واړه ښوونکي د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل ښوونځي ته پر لاره وو، چې هاشم اباد سيمې ته له څېرمې تپې سره د ناپېژاندو وسله والو له کمين سره مخ شول.
د هغه په وينا، پر يادو ښوونکو وسله والو ډزې کړې او ځاى پر ځاى يې وژلي دي.
د دولت اباد د مسلکي لېسې ښوونکي محمد فرهاد پژواک اژانس ته وويل، چې دغو ښوونکو د هاشم اباد ښوونځي ته د تبديلۍ اسناد وړل، چې پر لاره ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې د دې سيمې په ښوونځيو کې ښوونکو کم وو، له همدې امله دغو ښوونکو غوښتل د تدريس لپاره دغو ښوونځيو ته ځان تبديل کړي.
د هغه په وينا، امنيتي مسوولين بايد د يادې پېښې ټول اړخونه وسپړي؛ که نه په دې سيمه کې به د ښوونکو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ شي.
د امنيت امر قادري وويل، چې دوی د پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته امنيتي پلاوی استولی دی.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې د ښوونکو د وژنې کوم ځانګړى لامل نه دی موندلی، چې له رسنيو سره يې شريک کړي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن