ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په خوګياڼو کې شپږ تنه ټپيان شول

د ننګرهار په خوګياڼو کې شپږ تنه ټپيان شول

author avatar
29 Mar 2013 - 16:58
د ننګرهار په خوګياڼو کې شپږ تنه ټپيان شول
author avatar
29 Mar 2013 - 16:58

جلال اباد (پژواک ٩ ورى ٩٢): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې چاودنې شپږ تنه ټپيان کړي، خو د درېيو يې روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن (د وري ٩مه) د يادې ولسوالۍ د کږې بازار د اهنګرانو په کوڅه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي او يو شمېر دوکانونو ته هم سخت زيان رسېدلى دى.

د مطبوعاتي مسوول د معلوماتو له مخې، چې چاودېدونکي توکي د بازار په يوه څنډه کې لا له مخکې ځاى پر ځاى شوي وو.

د خوګياڼو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکتر نور اغا روغتون ته د شپږو ټپيان له ور وړل کېدو خبر ورکوي او پژواک اژانس ته يې وويل، چې د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.

په سيمه کې د پېښې يوه عيني شاهد صلا الدين، چې د کږې په بازار کې د خوراکي توکو پلورنځى لري پژواک ته وويل، چې ياد چاودېدونکي توکي په يوه بوجۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وويل، چې دوکاندارانو ته ډېر زيان رسېدلى دى.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چار پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.